ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګو ولایت څه باندې زرو نورو مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري

د میدان وردګو ولایت څه باندې زرو نورو مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري

author avatar
12 Apr 2022 - 13:11
د میدان وردګو ولایت څه باندې زرو نورو مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري
author avatar
12 Apr 2022 - 13:11

میدان ښار (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۱): د ميدان وردګو پوهنې رياست مسوولین وايي چې په دغه ولايت کې مسلکي ښوونکي کم دي او ډېری ښوونځي یې ودانۍ نه لري.

د دغه ولايت پوهنې رييس مولوي محمدګل متقي پژواک خبري اژانس ته وويل: "زموږ په ولايت کې ټول ۴۲۷ ښوونځي شتون لري چې يوازې ۲۶۳ يې ودانۍ لري، دغه راز ۴۹۷۱ ښوونکي لرو خو ۱۱۴۴ نورو ښوونکو ته اړتيا لرو."

نوموړي زياته کړه چې دا ستونزې يې د پوهنې له وزارت سره شريکې کړې، خو تر اوسه ورته رسېدنه نه ده شوې.

ده وویل چې که يادې ستونزې حل نه شي، ښايي ډېری ښوونځي د تړل کېدو له ګواښ سره مخ شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.