ژبه

میدان وردګو کې یو ځوان د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

ميدان ښار (پژواک، ٢١ کب ١٤٠٠): د ميدان وردګو امنيتي مسوولين وايي چې يو ١٥ ځوان يې د کابل په ارغندۍ سيمه کې د تښتوونکو له منګولو ژغورلى دى.

د یاد ولايت د لومړۍ حوزې مشر قاري انس رسنيو ته وويل، تښتول شوى کس نثاراحمد نومېږي چې د مرکز اړوند د کهنه خمار سيمې اصلي اوسېدونکى دى.

دى وايي: ((نثاراحمد د کابل ښار په دېوان بيګي سيمه کې اوسېږي؛ پرون له خپلې کورنۍ سره دغه ولايت ته ورغلی و خو دوه پوځي يونیفورم لرونکو کسانو نثاراحمد فیلډر موټر ته پورته کړى او له ځان سره بيولى و.))

انس زياتوي چې د پېښې له خبرېدو سره سم ډېر ژر لاس په کار شول او دغه ځوان يې د کابل په ارغندۍ سيمه کې د تښتوونکو له منګولو وژغوره.

ده وويل چې د پېښې عاملين له سيمې په تېښته بريالي شوي خو د نيولو لپاره يې جدي هڅې روانې دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې ځیني نور کسان هم د تښتوونکو له بنده راخوشي شوي دي.