میدان ښار(پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت د پاسپورټ امریت مسوولین وایي، د پرسونل او تخنیکي وسایلو کمښت له امله يې د تېر کال کب مياشتې راهيسې د پاسپورټونو د وېش لړۍ درولې ده.
د پاسپورټ عمومي رياست د تېرې شنبې په ورځ( د وري ۲۰مه) په ټولو ولايتونو کې د پاسپورټ اخېستلو لپاره د انلاين نوم ليکنې د پيلېدو خبر ورکړ.
خو د ميدان وردګو ولايت د پاسپورټ امر محمد قاسم قانع پژواک ته وويل چې انلاين نوم لیکنه يوازې مرکز پورې محدوده ده او په ولایتونو کې تراوسه دغه بهير نه دی پيل شوی.
ده وويل: "ټول شپږ کسان په دغه ریاست کې کار کوي، يو د بېپ او دوه بايو مټريک دستګاوې لرو، زموږ کارونه له هماغه پيله د وسایلو کمښت له امله له ستونزو سره مخ و."
د قانع په وینا، د امريت د کارونو پرمخ بیولو لپاره يې شته ودانۍ هم بسنه نه کوي.
هغه زياته کړه: "يوازې دوه نيمه فعالې کاري خونې لرو، د برېښنا او انټرنټ سيستم هم سم نه دی فعال."
نوموړي وويل چې خپلې ستونزې يې څو ځله له مرکز سره شريکې کړې دي؛ خو تراوسه د پاسپورټ عمومي رياست په دې برخه کې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.
قانع زياته کړه: "د پاسپورټونو د وېش بهير د بندېدو علت دا و چې د ۱۴۰۰ کال په وروستۍ ربعه کې د ۸۰۰۰ شاوخوا پاسپورټونو لپاره فورمې اخېستل شوې وې، بایومټریک او نور کارونه یې بشپړ شوي و، خو چاپ شوي نه وو."
د ده په وينا، مرکز د پاسپورټونو د چاپ لپاره خپل طرزالعمل لري چې د لومړۍ درجه ولایتونو لپاره د ورځې ۱۵۰ پاسپورټونه او دوهمې درجې لپاره له ۸۰ تر ۱۰۰ پاسپورټونه چاپوي.
دی وايي: "د همدې ستونزې له امله مرکز له موږ څخه د مکتوب په وسيله وغوښتل چې د ۱۴۰۰ کال د کب میاشتې له ۲۱ مې ورسته خپل کارونه ودروو؛ څو هغه پاسپورټونه چاپ شي چې مخکې یې کارونه بشپړ شوي دي."
نوموړي زياته کړه، د ۱۴۰۱ لمریز کال له پیله یوازې د هغو کسانو بایومټریک پیل شوی چې د اقتصادي ستونزو له امله یې پروسه مخکې نه وه بشپړه کړې.
د ده د معلوماتو له مخې چې په دغه ولايت کې د پاسپورټ امريت د فعاليت له پيله تر اوسه له ۱۹زره زيات پاسپورټونه وېشل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ ګڼ کسان د پاسپورټ ترلاسه کولو په موخه له لرې سيمو څخه ياد امريت ته مراجعه کوي او کرۍ ورځ په ګرمۍ کې انتظار ولاړ وي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن