ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګو روغتیا ریاست سره  د ۲۶ میلیون افغانيو په ارزښت د وسایلو او درملو مرسته وشوه

د میدان وردګو روغتیا ریاست سره  د ۲۶ میلیون افغانيو په ارزښت د وسایلو او درملو مرسته وشوه

author avatar
15 Jul 2022 - 12:58
د میدان وردګو روغتیا ریاست سره  د ۲۶ میلیون افغانيو په ارزښت د وسایلو او درملو مرسته وشوه
author avatar
15 Jul 2022 - 12:58

میدان ښار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت عامې روغتيا ریاست وايي چې د سويډن همکارې موسسې له لوري له ياد ریاست سره د ۲۶ میلیون افغانيو په ارزښت طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه.

دغه ریاست ویلي، ياده مرسته پرون «د چنګاښ ۲۳مه» د ولایت په کچه روغتيايي مرکزونو په واک کې ورکړل شوې ده.

د سویډن همکارې موسسې مشر خالد الرحمن رسولي پژواک ته وویل، دوی دغه مرسته خلکو ته د ښو طبي خدماتو وړاندې کولو په موخه کړې ده.

ده وویل، په مجموعي ډول د ولایت په کچه روغتيايي مرکزونو ته د ۲۶ میلیون افغانيو په ارزښت درمل او طبي وسایل ورکړل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.