Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار د پوهنې رياست وايي چې د يونيسف ادارې په مالي مرسته د دغه ولايت په ١٥ ولسواليو کې له دوولسم ټولګي فارغو نجونو ته د نيمه لوړو زدهکړو زمينه برابروي.
له شاوخوا اووه میاشتني ځنډ وروسته بېرته ښوونځي ته ځي؛ خو ورته ویل کېږي چې تر امر ثاني په کور کې اووسئ. بهشته سره له دې چې د حکومت لخوا د ژمنو نه عملي کولو له امله شکایت کوي او ناهیلې ده، لا هم د ښوونځي د پيل اعلان ته په بې صبرۍ انتظار کوي.
و شمېر مدني بنسټونو، سیاسي ګوندونو او قومي شوراګانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو بند پاتې کېدل د یوه نسل پر وړاندې لوی ظلم بللی او د نجونو پر مخ د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه یې کړې ده.
له کابل او بلخ وروسته د پکتیکا دیني عالمانو او قومي مشرانو هم په یوه ناسته کې له سرپرست حکومته د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د علماوو علمي ټولنې، د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستل کېدو او د زده کړو لپاره د داسې چاپېریال چمتو کېدو غوښتنه کړې چې د منکراتو مخه په کې نیول شوې وي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د لسو هېوادونو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ټولو افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت، د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو په تړاو د سرپرست حکومت پر پرېکړې، اندېښنه وښوده.
ځیني افغان سیاستوال او زده کوونکې، تر نوي امره د نجونو د لوړو ټولګیو د زده کړو پر ځنډ خواشیني دي؛ له حکومته غواړي چې د نجونو د تعلیم لاره پرانیستې وساتي.
د ملګرو ملتونو اړوند یونیسف/ UNICEF ادارې په مالي ملاتړ په ننګرهار کې د نجونو ۱۱ ښوونځيو زده کوونکو ترمنځ د ذهني ازموینې سیالۍ پیل شوې.
. . .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن