ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلف‌احمد الحبتور: له افغانستانه د زده‌کړو لپاره اماراتو ته د یوې ډلې نجونو د سفر مخه نیول شوې

خلف‌احمد الحبتور: له افغانستانه د زده‌کړو لپاره اماراتو ته د یوې ډلې نجونو د سفر مخه نیول شوې

author avatar
24 Aug 2023 - 10:11
خلف‌احمد الحبتور: له افغانستانه د زده‌کړو لپاره اماراتو ته د یوې ډلې نجونو د سفر مخه نیول شوې
author avatar
24 Aug 2023 - 10:11

کابل (پژواک، ۲ وږي ۱۴۰۲): د الحبتور ګروپ مشر خلف احمد الحبتور وایي، امنیتي کسانو د یو شمېر هغو افغان نجونو مخه نیولې چې د زده‌کړو لپاره متحده عربي اماراتو ته تلې خو ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، الحبتور ګروپ په متحده عربي اماراتو کې یو له سوداګریزو شرکتونو دی چې د موټرو، املاکو، ښوونې او روزنې او خپرونو په برخو کې فعالیت کوي او دغه ګروپ شاوخوا ۱۰۰ افغان نجونو محصلینو ته سکالرشیپونه برابر کړي دي.

د یاد ګروپ مشر خلف‌احمد الحبتور تېره ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «نه شم کولای هغه ناهیلي بیان کړم چې زه یې اوس احساسوم؛ ځکه هغه افغان نجونې محصلینې چې ما ورته سکالرشیپونه برابر کړي وو... له بده مرغه د طالبانو د مداخلې له امله نن سهار د دوبۍ هوايي ډګر ته را ونه رسېدې، څو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.»

هغه دغه راز لیکلي: «له څه مودې راهیسې دې ورځې ته په بې صبرۍ سره په انتظار و. د الحبتور ګروپ د غړو او زما له میاشتو میاشتو پرله پسې هڅو وروسته په پوهنتون کې د شمولیت، د استوګنځای، روغتیایي بېمې، ترانسپورټ او نورو امکاناتو ټولګه ترلاسه کړه، زموږ هیلې اوبو یووړې.»

هغه دغه راز لیکلي چې د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو پرته له کومې توجیې د دغو افغان نجونو د وتلو مخنیوی کړی او په ناحقه یې د هغوی ازادي محدوده کړې ده.

دغه موضوع مو د اسلامي امارت د ویاند له دفتر سره شریکه کړه خو تر اوسه یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۱ کال د وري مياشتې په لومړيو کې اسلامي امارت په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د همدغه کال په لیندۍ میاشت کې د نجونو پوهنتونونو فعالیت تر دویم امر پورې وځنډاوه، خو ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حل‌لاره پیدا شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.