Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د زرنج ښار اوسېدونکې یوولس کلنه نازګل چې دوه کاله مخکې له خپله او اووه کلنه خور یې د روږدي پلار له لوري واده ته اړې شوې وايي، خپله له تاوتریخوالي سره مخ ده خو په دې دوو کلونو کې له خپلې خور هیڅ احوال نه لري چې مړه ده که ژوندۍ.
د کندهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې درې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې چې دوو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه یې ژغورل شوې ده.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، پلخمري ښار کې د ښځو ځانګړي سوداګریز مارکېټ له پرانیستې وروسته، دغه ولایت کې دوه زره نجونو د لاسي صنایعو کارخونو کې کار پیل کړی دی.
کابل ښار کې دوهسوه نجونې د «شیخ عبدالقادر جیلاني» له دیني مدرسې فارغې شوې او خپل سندونه یې ترلاسه کړل.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د خوست امنیه قوماندانۍ ځایي رسنیو ته سپارښتنه کړې چې نجونو ته د ټېلېفوني اړیکو زمینه نه برابروي.
د زدهکړو نړۍوالې ورځې سره هممهاله د بښنې نړۍوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې نجونې د خپلو ښوونځيو د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه کوي.
د بدخشان سیمهییز مسوولین وايي، څلور نجونې د دغه ولایت د مایمي ولسوالۍ په تنګشیوه سیمه کې له «لرزانک پله» د اوښتو پر مهال سیند ته لوېدلې او مړې شوې دي.
پنجشېر کې د منځنيو او لېسو نجونو زدهکوونکې د خپلو ښوونځيو تړل کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له حکومته غواړي چې دوى ته ديني مدرسې جوړې کړي.
. . .
د ملګرو ملتونو علمي، ښوونځیز او فرهنګي اداره یا یونسکو یوه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې ۱۱۸،۵ میلیونه نجونې له زدهکړو محرومې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن