د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او خانشین ولسوالۍ کې یې د نشهیي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیولي دي.
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په ګرمسېر او نهرسراج ولسوالیو کې له ۷۵۴ کروندګرو سره د کرنیزو تخمونو او توکو مرسته کړې ده.
د هلمند عامې روغتیا ریاست د څارنې ډلې د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې ۶۸ روغتیایي مرکزونه او درملتونونه د روغتیایي اصولو نه رعایتولو له امله تړلي دي .
د هلمند ځایي مسوولین وایي چې تېر یوه کال کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له لوري ۱۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.
هلمند کې د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د ۳۴ خپلمنځي شخړو له امله ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۳ نور ټپيان شوي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار مرکزي جمنازیوم کې د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د فوټسال څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس وايي، هلمند ولایت کې به د نورو اړوند چارو ترڅنګ ډېر ژر د کرکټ اکاډمۍ د جوړولو چارې پیل شي.
د هلمند ځایي مسوولین وايي چې د کجکې بند برېښنا له یوې نیمې میاشتې بندېدو وروسته نن بېرته د هلمند د مرکز په ګډون څلورو ولسوالیو او کندهار ښار ته وصل شوه.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، تېره یوه اونۍ کې یې د دغه ولایت د ګرمسیر، ګرشک او موسیکلا ولسوالیو په روغتونو کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص «جن اېکسپرټ» درې پایې ماشینونه فعال کړي دي .
د هلمند ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په لوی کلي کې د یونسیف په مالي ملاتړ د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
چارواکي وایي چې د هلمند پوهنتون کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د لسو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې .