هلمند کې مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د نشهيي توکو د تولید درې کارخانې کشف او تخریب شوې دي.
هلمند کې فابریکه لرونکي او نور وايي، له څو ورځو راهيسې د کجکي برېښنا پرې شوې چې له امله یې دوی زیانمن شوي دي.
په هلمند ولایت کې د پوهنې ریاست په مشوره، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ او د افغانانو د پوهې او ظرفیت لوړونې موسسې (JACK) له لوري نن ۸۹۰ سیمهییز ټولګي پرانیستل شول.
د هلمند عامې روغتيا ریاست وايي، وړمه ورځ یوه افغان ډاکټر په دغه ولایت کې د ۲۰۰ پرې شونډې ماشومانو وړیا عملیات پيل کړي دي.
لښکرګاه (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): د هلمند د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په تېرو جګړو کې يې د ډېری ښوونځيو ودانۍ ویجاړې شوې او زدهکوونکي
د هلمند مرکز لښکرګاه په ګډون د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ ګرځند بازارونه جوړېږي چې زرګونو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، نن سهار د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یوه ماشومه ژورې څاه ته لوېدلې وه چې له را ایستل کېدو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
هلمند کې مسوولین وايي چې پرون د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د نشهيي توکو دوه کارخونې سوځول شوې دي.
د هلمند ځايي مسوولین وايي، وړمه ورځ د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د تصفيوي عملیاتو پر مهال د لفظي شخړې په پایله کې د ډزو له امله دوه ښځې وژل شوې او د یوې ښځې په ګډون څو کسان ټپيان دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونو پرون د انسانتښتوونکو له منګولو دوه کسان ازاد او خپلو کورنیو ته يې وسپارل.
د هلمند مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې یو ماشوم ژورې څاه ته لوېدلی دی.