لښکرګاه (پژواک،۳۰ وږی ۱۴۰۱): د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، نن سهار د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یوه ماشومه ژورې څاه ته لوېدلې وه چې له را ایستل کېدو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

پژواک خبري اژانس موندلي چې په افغانستان کې په تېرو شاوخوا اووه میاشتو کې څاهګانو ته د یوې امیدوارې مېرمنې او ۱۶ ماشومانو لوېدو خبرونه خپاره شوي او له دې ډلې پنځه ماشومان ژغورل شوي خو ۱۳ نور مړه شوي دي.

په یاده موده کې نهه ماشومان د هلمند په ګرشک، نوزاد، نادعلي، ګرمسېر، موسیکلا او کجکي ولسوالیو کې څاهګانو ته لوېدلي چې شپږ یې مړه او درې نور ژغورل شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک ته وویل: «نن سهار (د وږي۳۰مه) د نادعلي ولسوالۍ د شنیې جامع د د ښت په سیمه کې یوه وړه ماشومه ژورې څاه ته لویدلې چې له را ايستل کېدو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.»

نوموړی وایي، د انجنیرۍ ټیم او ورسره امنیتي مسوولین هم سيمې ته ورسېدل، خو ماشومې له څاه څخه تر ايستل کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.