هلمند کې یوې ژورې څاه ته لوېدلې ماشومه وژغورل شوه
د ملي دفاع وزارت د ژغورنې ډلې، یوه شپږ کله نجلۍ چې تېره شپه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۰۰ متره ژورې څاه ته لوېدلې وه، ژغورلې ده. په هلمند کې د…
د ملي دفاع وزارت د ژغورنې ډلې، یوه شپږ کله نجلۍ چې تېره شپه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۰۰ متره ژورې څاه ته لوېدلې وه، ژغورلې ده. په هلمند کې د…
د غزني ولایت په اببند ولسوالي کې یو کس د کارېز یوې څاه ته د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دفاع وزارت د ژغورنې ټیم هلمند ولایت کې هغه څلور کلنه نجلۍ چې یوې ۷۰ متره څاه ته لوېدلې وه، ژغورلې ده.
لوګر کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت خوښۍ ولسوالۍ په «کارېزو سلیمانخېل» کلي کې یو ۱۵ کلن تنکی ځوان ژورې څاه ته لوېدلی او مړ شوی دی.
تېره شپه د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې یو ماشوم څاه ته لوېدلی و خو له څاه تر را ایستلو وروسته یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
د زابل ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت د شاهجوی ولسوالۍ په نواباد سیمه کې څاه ته لوېدلی ماشوم ژغورل شوی دی.
د هندوستان په یوه معبد کې د څاه چت لوېدو له امله ۳۵ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، نن سهار د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یوه ماشومه ژورې څاه ته لوېدلې وه چې له را ایستل کېدو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، نن غرمه د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې يو دوه کلن هلک ژورې څاه ته لوېدلی دی.
نن سهار د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو څلور کلن هلک ژورې څاه ته لوېدلی او دا مهال یې د ژغورنې هڅې روانې دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې دوه کم عمره هلکان او يوه نجلۍ ژورې څاه ته لوېدلي چې نجلۍ ژغورل شوې او هلکانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي، تېره شپه د دې ولسوالۍ په سرکاڼو سیمه کې یوه ښځه- چې حامله هم ده- ژورې څاه ته لوېدلې ده.
د ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې يوه ۱۲ کلنه ماشومه څاه ته لوېدلې او مړه شوې ده.
د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ سیمه کې یوه شپږ کلنه ماشومه څاه ته لوېدلې او ژوند یې له لاسه ورکړې.
د هلمند ولايت مسوولان وايي، د دغه ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې د برمې په ژوره څاه کې هغه ماشوم ساه ورکړه چې پرون پکې لوېدلی و.
هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې يو درې کلن ماشوم یوې ژورې څاه ته لوېدلی او د را ايستلو هڅه یې روانه ده. د هلمند د اطلاعاتو او…
د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د برمې څاه ته لوېدلې ماشومه له ۲۲ ساعتونو وروسته ژوندۍ راویستل شوه.
د کندهار چارواکي وايي، په سپین بولدک ولسوالي کې یې له یوې ۷۰ متره څا څخه د یوې کوچنۍ نجلۍ مړی را ایستلی دی.