کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۵): د ملي دفاع وزارت وایي، د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې ژورې څاه ته لوېدلی يو ماشوم د دغه وزارت د تخنیکي ډلې له لوري ژغورل شوی دی.
د ۲۱۵ عزم قولاردو خبرپاڼه کې راغلي. یاد ماشوم په نادعلي ولسوالۍ کې ۸۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی و چې د ملي دفاع وزارت د تخنيکي او مرستندوی ټيم له لوري د نیم ساعت په جريان کې وژغورل شو.
سرچینه زیاتوي چې د ماشوم روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د یادونې ده، له دې مخکې هم په یاد ولایت کې ورته پېښې شوې دي.