Language

غزني کې یو کس د کارېز یوې څاه ته د لوېدو له امله مړ شوی

غزني‌ښار (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۴ ): د غزني ولایت په اب‌بند ولسوالي کې یو کس د کارېز یوې څاه ته د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون ناوخته د دغه ولایت د اب‌بند ولسوالۍ په چوچورکي کلي کې یو کس د کارېز یوې سپرغې ته لوېدلی و.

هغه زیاته کړه، په یاد کس پسې د سپرغې خوله هم ور نړېدلې وه خو د سیمې د خلکو په مرسته له را ایستل کېدو وروسته روغتون ته وړل شوی و خو نن (د غويي ۳۱مه) سهار یې د ناسم روغتیايي وضعیت له امله ساه ورکړې ده.

Related Topics