لښکرګاه (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): د هلمند د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په تېرو جګړو کې يې د ډېری ښوونځيو ودانۍ ویجاړې شوې او زدهکوونکي تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
دوی له حکومته د دغو ښوونځيو د ودانیو بېرته رغولو غوښتنه کوي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست وايي، په تېرو جګړو کې د ښوونځيو د تخریب شویو او نړېدلو ودانیو د بېرته رغولو لپاره هڅې روانې دي او کارونه به يې ژر پيل شي.
د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي محمد اسلم پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو جګړو او هوايي بريدونو کې د دوی د ولسوالۍ د مرکزي لېسې په ګډون د یو شمېر ښوونځيو ودانۍ له منځه تللې او یا تخریب شوې دي.
هغه زیاته کړه، اوس د دغو ښوونځيو زدهکوونکي تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي او حکومت دې د یادو ښوونځيو ودانۍ بېرته ورغوي.
د سنګین یوه بل اوسېدونکي عبدالمنیر هم وويل، د تېرو جګړو له امله د دوی د ولسوالۍ د ځينو ښوونځيو ودانۍ ویجاړې شوې چې حکومت یې باید بېرته ورغوي.
بل خوا، د هلمند ولایت د پوهنې رییس مولوي محمدعوض انصاري وايي، د تېرو جګړو له امله د ویجاړو شویو ښوونځيو د ودانیو رغولو لپاره هڅې روانې دي او هیله ده چې کارونه يې ژر پيل شي.
ده د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، په سنګین ولسوالۍ کې ټول ۱۲ ښوونځي شته چې له ډلې یې څلور د تشکیل نه لرلو له امله غير فعال او اته فعال دي چې ۳۴۸۴ زدهکوونکي لري.
هغه وویل: «پلان لرو چې د یو شمېر خیریه بنسټونو په مرسته د ولایت په کچه په جګړهځپلو سیمو کې ۳۶ بابه ښوونځيو ودانۍ ورغوو.»
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










