په هلمند کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پیل شوې.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند بستکلا او د ګرمسېر ولسوالۍ په ريګي سيمه کې د دوو چکډیمونو جوړېدو کار پيل شو.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملګرو ملتونو د ګډوالو عالي کمېشنرۍ ( UNHCR ) له خوا د دغه ولایت زرو بېوزلو کورنیو ته د نغدي مرستې وېشلو لړۍ پيل شوه.
د هلمند ولایت ځایي مسوولین وایي، په ګرمسېر ولسوالۍ کې پاکستان ته د پوځي مهماتو او نشهیي توکو د قاچاق په تور دوه کسان نیول شوي دي.
لښکرګاه (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): په هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د برېښنا شرکت پنځو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، په دوو ورځو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د يوې زړې مرمۍ چاودنې يو کس وژلی او درې نور یې ټپيان کړي دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا پر ۵۰۰ بېوزلو کورنیو نغدې پیسې ووېشل شوې.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې يوه کس له خپلې مېرمنې او درې میاشتني زوی سرونه پرې کړي دي.
د هلمند سنګين ولسوالۍ د پوهنې امریت وايي چې د تېر نظام پر مهال د یاد امریت شاوخوا ۶۰ جریبه ځمکه غصب شوې ده.
د هلمند کروندګر او بڼوال وايي، د سړو خونو نشتوالي له امله یې هر کال ډېر کرنیز محصولات (سبزیجات او مېوې) خرابېږي او درانه مالي زیانونه ور اوړي.
کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۱) : په هلمند ولایت کې ددوو وروڼو ترمنځ د شخړې پر مهال په ډزو کې یې مور وژل شوې ده.