ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله د برېښنا شرکت پنځو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله د برېښنا شرکت پنځو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
23 Jun 2022 - 21:35
هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله د برېښنا شرکت پنځو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
23 Jun 2022 - 21:35

لښکرګاه (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): په هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د برېښنا شرکت پنځو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین خبر ورکوي چې دا پېښه نن غرمه مهال په سنګین ولسوالۍ کې شوې وه.

د اطلاعات او کلتور رییس حافظ راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د برېښنا شرکت یاد کارکوونکي له کابله راغلي وو څو د کجکي برېښنا بند ارزونه وکړي.

هغه زیاته کړه چې د برېښنا شرکت د یادو کارکوونکو موټر د سنګین ولسوالۍ د ساروان کلا په سیمه کې د ترافیکي پېښې ښکار شوی دی.

راشد وایي چې په دې پېښه کې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیایي حالت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

Visits: 87

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.