د هلمند حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې یو ځوان د لامبو وهلو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
د هلمند د دېشو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، مرکز لښکرګاه ته هیڅ ډول لار نه لري او غوښتنه کوي چې د خانشین ولسوالۍ پر سیند دې پل ورته جوړ شي.
هلمند کې د روږدو درملنې په سل بستریز روغتون کې د روږدو د درملنې ترڅنګ هغوی ته مسلکي زدهکړې هم ورکول کېږي.
د هلمند د دېشو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په دې ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځي نه دی جوړ شوی او زیاتوي چې دوی له لسګونو کلونو راهیسې له زدهکړو محروم پاتې دي.
د هلمند ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت خانشین او دېشو ولسوالیو کې ۵۸۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې رغول شوې او د اوبو تصفیې ماشینونه جوړ او فعال شوي دي.
د هلمند ځايي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې ۱۰۵ نوې صنعتي فابریکې جوړې شوې او نږدې پنځه زره کسانو ته پهکې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
هلمند کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ له دوه کلنو مسلکي او تخنیکي زدهکړو ۱۷۲ کسان فارغ شول.
د هلمند پوهنتون په ورزشي کلب کې تېره شپه د څو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د فريفایټ سیالۍ ترسره شوې.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، هڅه کوي اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې خبریالانو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د هلمند ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت موسیکلا ولسوالي کې د هاوان یوې زړې مرمۍ چاودنې یوه نجلۍ وژلې او یو هلک ټپي دی.
ځايي مسوولین وایي، په بغلان ولایت کې سېلابځپلو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو او په هلمند کې له ۱۱۰ سېلابځپلو کورنیو سره مرسته وشوه.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت موسیکلا ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن هلک اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او له را ایستلو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.