ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي چې په ټول هېواد کې یې یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو حقوقو ورکولو لړۍ پيل کړه.
هرات کې مسوولین د متشبثو ښځو له ډېرېدو خبر ورکوي خو یو شمېر ښځې بیا له حکومته غواړي چې د هېواد په کچه دې د ښځو کاروبار لپاره ډېر ځایونه او مارکېټونه جوړ شي.
د اوبو او برېښنا وزارت د هېواد سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو او په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو خبر ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په ټول هېواد کې د ګوزڼ (پولیو) واکسین کمپاین پیل شو چې په ترڅ کې به يې څه باندې ۱۱ میلیون ماشومان واکسین شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۱۶۲۳ افغان کډوال په زور او یا خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې تېرو دوو ورځو کې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۱ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي او نږدې ۸۴۰ کورونه په نیمه او بشيړ ډول ویجاړ شوي دي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د سخت ورښت، بادونو او سېلاب راوتلو له اټکل کېدو خبر ورکړی دی.
د مخکني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د اروپايي ټولنې له استازې، د انګلستان سفارت له سرپرست او د اسپانیا په سفارت کې د افغانستان د چارو له مسوول سره په لیدنه کې سېلابځپلو ته د بشري مرستو ډېرېدو غوښتنه وکړه.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې او تندر پرېوتو او د سېلابونو راوتلو خبر ورکوي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې ۱۲ ولایتونو کې د نسبتاً شدیدو بارانونو ورېدو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان له څلورو کلونو وروسته، نن سهار کابل ته راغی.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وایي، په تېر حکومت کې د کونړ او غزني ولایتونو والي او د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال وحیدالله کلیمزی د دغه کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستون شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن