ژبه

ډاکټر عبدالله د سېلاب‌ځپلو لپاره د بشري مرستو ډېرېدو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د مخکني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د اروپايي ټولنې له استازې، د انګلیستان سفارت له سرپرست او د اسپانیا سفارت کې د افغانستان د چارو له مسوول سره په لیدنه کې سېلاب‌ځپلو ته د بشري مرستو ډېرېدو غوښتنه وکړه.

د ډاکټر عبدالله پر اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې تېره ورځ یې د اروپایي ټولنې نماینده‌ګۍ سرپرستې‎ رافایله یودیچه، د انګلستان سفارت سرپرست رابرت چترتن ډیکسن او د اسپانیا په سفارت کې د افغانستان د چارو مسوول ریکاردو لوسا سره لیدنه وکړه.

سرچینې لیکلي، یاده لیدنه کې دواړو خواوو هېواد کې روان وضیعت او د دوحې ناستې درېیم پړاو په اړه خبرې اترې وکړې.

ډاکټر عبدالله هېواد کې وروستیو زلزله‌ځپلو سره د اروپایي ټولنې له وروستیو مرستو له امله مننه وکړه او د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د سېلاب له امله رامنځته شوو پراخو زیانونو ته په کتو یې د لا ډېرو بشري مرستو غوښتنه وکړه.

سرچینې لیکلي، ډاکټر عبدالله عبدالله یو ځل بیا لوسا ته د اسپانیا اوسېدونکو مړینې او بامیان کې اروپایي اتباعو ټپي کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړه.