Language

د هېواد پنځو ولایتونو کې د باران او سېلابونو راتلو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت هواپېژندنې ادارې د هېواد په  پنځو ولایتونو کې د باران، تیزو بادونو او سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.

دغه وزارت نن (د غبرګولي ۵مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، نن د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان او سمنګان ولایتونو کې د سخت باران ورېدو، تالندې او سېلاب راوتو اټکل شوی دی.

سرچینې لیکلي،‎ په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

د سرچینې په خبره، د سالنګونو په ګډون په لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې هم د سخت ورښت اټکل شوی چې په بېلابېلو سیمو کې به‌يې سرعت په ساعت کې له ۳۰ تر۸۰ کیلومترو پورې وي.