Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست د پاکستان د روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې د افغان ناروغانو د ویزو ستونزې پر هواري او د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو برخه کې د یوې واحدې پالیسۍ پر څرنګوالي او اړتیا خبرې کړې دي.
ځیني خلک د پاکستان د ویزو اخیستو کې له ځنډ او کمېشنکارۍ شکایت کوي وايي، د افغانستان حکومت دې له پاکستان سره د دې ستونزې د حل لپاره خبرې وکړي، خو د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان ته په تګ راتګ کې د اسانتیاوو لپاره ګډه کمېټه جوړېږي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت وایي، پر شرایطو برابرو افغان کډوالو لپاره چې د تخلیې پروګرام کې د بشردوستانه ویزو (Humanitarian Parole) له لارې راغلي، دوه کلنه ویزه بیا تمدیدوي، څو دغه افغانان وکولای شي چې په امریکا کې په قانوني توګه ژوند او کار وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د چین سفارت د غویی په ۱۳مه افغان وګړو ته د ویزو ورکولو بهیر بیا پیلوي.
د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان سرپرست حکومت پر هغو چارواکو د ویزو محدودیتونه لګوي چې د افغان نجونو په «ځپلو او ځورولو» کې لاس لري.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې راتلونکې اونۍ افغانانو ته د ویزې ورکول پیلوي او په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له بندولو سره افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت په برخه کې مرسته کوي.
ځینې سرچینې وایي، په کابل کې کمېشنکاران د پاکستان سفارت د ځینو کسانو په مرسته د دغه هېواد ویزې تر۷۵۰ ډالرو ترلاسه کوي، خو د پاکستان سفارت دا څرګندونې ردوي.
په کابل کې ځیني سوداګر د سرپرست حکومت له لوري بهرنیو پانګهوالو ته د ویزې او نورو برخو کې د اسانتیاوو برابرول یو ښه اقدام بولي؛ خو وایي چې حکومت باید افغان سوداګرو ته هم د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د دغه هېواد د ویزو د ورکړې بهیر له پیلېدو خبر ورکړی، ویلي یې دي چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه به له افغانستان سره د دغه هېواد ۷۰۰ ټنه نوره مرسته هم ورسېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن