کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۵): په پاکستان کې د المان سفارت اعلان کړی چې د افغانانو لپاره یې د کار او تحصیلي ویزو صادرولو په موخه یو نوی انلاین سیسټم فعال کړی چې دغه بهیر به ورسره چټک او اسانه شي.
په اسلاماباد کې د المان سفارت پر خپله فېسبوکپاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د روان کال د جون له لومړۍ نېټې به غوښتونکي وکولای شي د المان د فدرالي بهرنیو چارو وزارت د قنسولګرۍ د خدماتو له پورټل څخه خپل د ویزې غوښتنلیکونه ثبت او اړوند اسناد په انلاین ډول پورته کړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې له یادې نېټې وروسته به د کار او تحصیل ټولې ویزې یوازې د همدغه انلاین سیسټم له لارې منل کېږي او پخوانی د وخت اخیستو (نوبت) بهیر به هغو غوښتونکو ته چې د مې تر لومړۍ نېټې پورې یې د انتظار له لېسته وخت نه وي ترلاسه کړی، نور شتون ونه لري.
د المان سفارت ټینګار کړی چې دغه نوی سیسټم به د غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر اسانه، چټک او شفاف کړي.
خبرپاڼه کې راغلي: «تاسو کولای شئ خپل اسناد په اسانه او خوندي ډول په پړاوونو کې اپلوډ کړئ. موږ به د هر څه د سمون او بشپړوالي په اړه تاسو ته انلاین فیډبک درکړو. کله چې ستاسو اسناد په بشپړه توګه پورته شي، کولای شئ د پاکستان د ویزې د شتون له مخې په مستقل ډول د مرکې وخت واخلئ.»
همدارنګه ویل شوي چې که غوښتنلیک له پیله بشپړ وي، نو دوسیې به د ارزونې په لومړیتوب کې ونیول شي او په لنډ وخت کې به د مرکې مرحلې ته ورسېږي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، اوسمهال هغه ویزې چې د دغه سیسټم له لارې ثبتېدای شي، د اروپايي اتحادیې «بلو کارټ»، د پوهنتوني زدهکړو لرونکو کسانو لپاره کاري ویزه، د مسلکي زدهکړو لرونکو ماهرو کارګرانو ویزه، د کاري تجربې پر بنسټ پروګرامونه، د کار لټون ویزه، د کاري فرصت کارت او همدارنګه تحصیلي او مسلکي روزنیزې ویزې شاملې دي.