ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځیني افغانان: د پاکستان ویزو اخیستو کې دې د ځنډ او کمېشنکارۍ مخنیوی وشي

ځیني افغانان: د پاکستان ویزو اخیستو کې دې د ځنډ او کمېشنکارۍ مخنیوی وشي

author avatar
28 May 2023 - 12:01
ځیني افغانان: د پاکستان ویزو اخیستو کې دې د ځنډ او کمېشنکارۍ مخنیوی وشي
author avatar
28 May 2023 - 12:01

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): ځیني خلک د پاکستان د ویزو اخیستو کې له ځنډ او کمېشنکارۍ شکایت کوي وايي، د افغانستان حکومت دې له پاکستان سره د دې ستونزې د حل لپاره خبرې وکړي، خو د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان ته په تګ راتګ کې د اسانتیاوو لپاره ګډه کمېټه جوړېږي.

افغانستان کې د پاکستان ویزه اخیستل سخت شوي، ډېر وخت اخلي او د ځینو کسانو د ویزې غوښتنه ردېږي؛ دغه کار د دې لامل شوی څو یو شمېر کسان د کمېشنکارانو له لارې ویزې ترلاسه کړي.

د اسماعیل کوچي په نوم یوه کس پژواک خبري اژانس ته وویل چې دی خلکو ته د پاکستان شپږ میاشتنۍ ویزه په دوو درېیو ورځو کې تر ۹۵۰ امریکايي ډالره او د ناروغ لپاره درې میاشتنۍ ویزه په ۸۰۰ ډالره ترلاسه کولی شي.

هغه وايي: «هر څوک که غواړي ویزه واخلي، په ضمانت سره ورته کار کوم؛ خپل پاسپورټ یا پیسې به معلوم صراف سره ږدي، که ویزه مې ورته ونه باسله نو خپلې پیسې بېرته اخیستلی شي.»

د احمدزي انلاین خدمتونو په نوم یوې فېسبوکپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې پېرېدونکي له دوی د پاکستان ویزې په کم قیمت ترلاسه کولی شي.

د دغو خدمتونو یوه استازي پژواک ته وویل، عادي ویزې له  ۶۰ تر ۷۰ ورځو پورې په درې زره افغانۍ، خو بېړنۍ ویزې په دوو ورځو کې له ۶۰۰ امریکايي ډالرو څخه تر ۱۱۰۰ امریکايي ډالرو پورې اخیستی شي.

یو بل کس چې پژواک یې غږ ترلاسه کړی وايي، په ننګرهار کې د پاکستان ویزه له دوه تر ۲۴ ساعتونو پورې په ۲۰۰ ډالره اخستلای شي.

د کابل ښار د احمدشاه بابا سیمې اوسېدونکي کریم‌الله محمدي وویل چې ده دوه ځلې د پاکستان ویزو ته نوم‌لیکنه کړې خو له څو ورځو وروسته یې له کوم موجه دلیل پرته ویزې رد شوې دي.

دی وايي، هغه کس چې ده ته یې نوم‌لیکنه کړې، په هر وار نوم‌لیکنې یې ترې ۱۵۰۰ افغانۍ اخیستې دي.

هغه زیاته کړه: «د هرې نوم‌لیکنې لپاره پاکستان اته ډالره اخلي، نو فکر کوه چې هره ورځ به څومره ویزې ردوي؟ که دا پیسې را جمعه کړل شي نو پاکستان له دې لارې مفته ګټه کوي.»

محمدي زیاتوي، دغه ستونزه به تر کله وي، د افغانستان سرپرست حکومت ولې له پاکستان سره خبرې نه کوي او افغانان به تر کله له دې ستونزې کړېږي؟

د پاکستان د ویزې یو ترلاسه‌کوونکی مبین هڅاند وايي: «یو ځل مې چې اپلای [نوم‌لیکنه] ورته وکړه، ریجیکټ [رد] یې کړه، دوه میاشتې انتظار یې راباندې وکړ، له هغې نه وروسته مې بیا ورته بیا اپلی وکړ، خو وروسته بیا ویزه راغله.»

هغه وویل، د پاکستان د ویزو ستونزه «خورا لویه» ده؛ د افغانستان حکومت دې له پاکستان سره په دې اړه خبرې وکړي څو دا ستونزه حل شي.

د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر او په کابل کې د پاکستان سفارت په دې اړه د پژواک پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د پاکستان سفارت له شارژدافیر سره لیدلي او د هغه په ټینګار او غوښتنې سره پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره د پاکستان سفارت او د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي ریاست د یوې ګډې کمېټې پر جوړېدو هوکړه وشوه.

دغه راز د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر هم تېره ورځ په کابل کې د پاکستان له شارژدافیر او سرپرست سره په لیدنه کې افغانانو ته د پاکستان د وېزو ورکولو او په تورخم او سپين بولدک کې د تګ – راتګ په برخو کې د لا زياتو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د ویزې د صدور او په پاکستان کې مېشتو افغانانو د ستونزو حل په اړه به اقدامات وکړي.

د یادونې ده، پژواک تېر کال هم په دې اړه یو راپور خپور کړی و چې په کابل کې کمېشنکاران د پاکستان سفارت د ځینو کسانو په مرسته د دغه هېواد ویزې تر۷۵۰ ډالرو ترلاسه کوي.

په کابل کې د پاکستان سفارت هغه مهال ویلي وو چې له سوداګریزې ویزې پرته نور هر ډول ویزې د افغانانو لپاره وړیا دي او یوازې اته عشاریه ۱۸ ډالره د انلاین ویزو خدمتونو ترسره کولو په موخه اخیستل کېږي.

هغه ویلي وو: «ا ادعاوې په کلکه ردوو چې د سفارت کسان له کمېشنکارنو سره اړیکې لري او په دې اړه هيڅ ثبوت هم نشته؛ موږ په عادي ډول هر چا ته ویزې ورکوو او خلکو ته وایو چې هر څوک دې په خپله اپلای وکړي، د کمېشنکارانو په واسطه دې نه کوي.»

Visits: 862

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.