منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۱ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پاکستان ته د افغانانو په تګ راتګ کې د اسانتیاوو راوستو په موخه ګډه کمېټه جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۶۱ کتنې

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د بهرنيو چارو وزارت وايي، پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ په برخه کې د اسانتياوو برابرولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د يوې ګډې کمېټې پر جوړېدو هوکړه وشوه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیاءاحمد تکل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې نن (شنبه) د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان له شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره وکتل.

سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې پاکستان ته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ د سیاسي او تجارتي پلاوي ترسره شوی سفر مثبت وبلل شو.

سرچینې زیاته کړې، د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو د ودې په باب تعقیبي یادونې وشوې.

سرچینه زیاتوي، د متقي له غوښتنې او ټینګار سره سم په دې ناسته کې د هېوادوالو د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره د پاکستان سفارت او د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي ریاست د یوې ګډې کمېټې پر جوړېدو هوکړه وشوه.

سرچینه کاږي، په دې ناسته کې په ځانګړې توګه د لارو په اوږدو کې د اسانتیاوو په راوستو او د تګ راتګ په برخه کې د خدماتو د وخت پر زیاتېدو خبرې وشوې.

سرچینې څرګنده کړې، نظاماني د هغو پاکستاني محصلینو لپاره چې افغانستان ته د زده‌کړو په موخه راځي، د ویزو د وخت ډېرولو غوښتنه وکړه چې په اړه یې د تسهیل ډاډ ورکړل شو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ناستې په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګڼو نورو دوه اړخیزو مواردو خبرې وشوې او د متقابلو اغېزناکو همکاریو په دوام ټینګار وشو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست