ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان: په تور بازار کې د پاکستان د ویزو بیه تر۷۵۰ ډالرو رسېدلې ده

کابل ښاریان: په تور بازار کې د پاکستان د ویزو بیه تر۷۵۰ ډالرو رسېدلې ده

author avatar
27 Apr 2022 - 13:26
کابل ښاریان: په تور بازار کې د پاکستان د ویزو بیه تر۷۵۰ ډالرو رسېدلې ده
author avatar
27 Apr 2022 - 13:26

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۱): ځینې سرچینې وایي، په کابل کې کمېشنکاران د پاکستان سفارت د ځینو کسانو په مرسته د دغه هېواد ویزې تر۷۵۰ ډالرو ترلاسه کوي، خو د پاکستان سفارت دا څرګندونې ردوي.

د پاکستان سفارت هره ورځ شاوخوا زر ویزې خلکو ته ورکوي، وایي چې له سوداګریزې ویزې پرته، نورې ویزې وړیا دي او یوازې ۸،۱۸ ډالره د انلاین ویزو خدمتونو ترسره کولو په موخه ترې اخیستل کېږي.

په افغانستان کې ډېر کسان او سیاحتي شرکتونه د پاکستان ویزوغوښتونکو ته انلاین نوملیکنه کوي. دغو سرچینو هر ځای کې لوحې لګولې او په ټولنیزو رسنیو کې یې هم خپل معلومات شریک کړي دي.

د جمیل په نوم یو کس پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یوه پاکستاني په واسطه چې په کابل کې د دغه هېواد له سفارت سره اړیکې لري- خلکو ته له یوې اونۍ تر لسو ورځو، د پاکستان درې میاشتنۍ ویزه په ۲۰۰ امریکايي ډالره اخلي.

دی وايي: “دغه کس په اسلام اباد کې ډېر مهم سړی دی… له سفارت سره په اړیکه کې وي، په بازار کې د یوې ویزې ۲۷۰ ډالره بیه ده، خو دا کس ۲۰۰ ډالره اخلي.”

جمیل یاد کس ته منسوب شوی غږ هم له پژواک سره شریک کړی دی؛ دغه کس وايي: “که دوه – دوه کسان پیدا شي، نو د دواړو کېسونه به ور فارورډ کړم او کار به یې هم ژر وشي.”

د هغه د ادعا له مخې، د پاکستان په سفارت کې ځیني کسان د دې لپاره چې پیسې ترلاسه کړي، ډېرې ویزې د کمېشنکارانو له لارې خلکو ته ورکوي.

د پاکستان ویزو اخیستو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې پاڼې هم جوړې شوې دي.

د «انلاین خدمتونو» په نوم پر یوه فېسبوکپاڼه لیکلي شوي: «د پاکستان انلاین ویزه له سیټي انلاین خدماتو مرکز څخه په دې ډول ترلاسه کړئ: یومیاشتنۍ میډیکل سنګل انټري ویزه په ۲۴ساعتونو کې – قېمت ۳۵۰ ډالر، درې میاشتنۍ میډیکل ویزه له یو تر دو ورځو پورې – قېمت ۵۵۰ ډالر او مخکې اپلای (وړاندیز شوې) شوې ویزې د یوزر(کارن) له لارې، په ۷۰۰ افغانۍ، د ټرکېنګ  ایډي له لارې په ۳۵۰۰ افغانۍ او د پاسپورت له لارې په ۴۵۰۰ افغانۍ کنسل کول. اړیکې شمېرې: واټساپ (۰۷۸۲۶۷۹۴۲۸) موبایل (۰۷۶۵۵۴۲۱۲۶) ادرس: د کابل پلچرخي بازار جبارخېل مارکېت تهکاو کې سیټي د انلاین خدماتو مرکز.»

په کابل کې د اریا ولي زاده ‎سیاحتي شرکت یوه استازي وویل چې دوی خلکو ته د پاکستان یو کلنه ویزه په ۴۸ ساعتونو کې په ۷۵۰ ډالره، په څلور ورځو کې په ۶۰۰ ډالره، او په لسو ورځو کې په ۵۰۰ ډالر ترلاسه کوي.

دی ادعا کوي چې پر هرې ویزې ترې پاکستانیان پیسې اخلي خو ويې نه ویل چې څومره.

په کابل کې د شېرزاد سیاحتي شرکت استازي بیا وایي، خلکو ته د پاکستان درې میاشتنۍ ویزه- چې هر ځل پرې سفر کېدلی شي- په ۴۵۰ ډالره او یو کلنه ویزه په ۶۱۰ ډالره ترلاسه کوي، خو دا نه شي ویلای چې په څومره وخت کې یې ترلاسه کولای شي.

دغه شرکت هم ادعا کوي چې خلکو ته په کابل کې د پاکستان سفارت کې د ځینو کسانو په مرسته ویزې اخلي.

د رحیم الله راسخ په نوم د کابل اصلي اوسېدونکی چې اوس په لندن کې دی – وایي چې ده د خپلې کورنۍ څلورو کسانو ته د شېرزاد سیاحتي شرکت په همکارۍ په دوو ورځو کې یوه ویزه په ۳۲۰ ډالره ترلاسه کړې وه.

د کابل بل اوسېدونکی کریم بیا وايي چې څو ورځې مخکې یې د پاکستان شپږ ویزې، هره یوه په ۶۰۰ ډالره په کم وخت کې اخیستې ده.

خو د پاکستان سفارت په لوړه بیه د دغه هېواد د ویزو پلورل او له کمېشنکارانو سره د سفارت د کسانو اړیکې لرل ردوي.

په کابل کې د پاکستان سفارت د ویزو کونسل عبدالباري وویل چې له سوداګریزې ویزې پرته، نور هر ډول ویزې د افغانانو لپاره وړیا دي او یوازې ۸،۱۸ ډالره د انلاین ویزو خدمتونو ترسره کولو په موخه اخیستل کېږي.

دی وايي: “دا ادعاوې په کلکه ردوو چې د سفارت کسان له کمېشنکارنو سره اړیکې لري او په دې اړه هيڅ ثبوت هم نشته؛ موږ په عادي ډول هر چا ته ویزې ورکوو او خلکو ته وایو چې هر څوک دې په خپله اپلای وکړي، د کمېشنکارانو په واسطه دې نه کوي.”

هغه زیاته کړه چې د کمېشنکارانو موضوع په اړه یې څو ځلې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې کړې، څو ټول کمېشنکاران تنظیم او یو داسې میکانیزم ورته جوړ کړي چې په هغه کې مقررات رامنځته شي او د خدماتو لګښت په کې وټاکل شي.

د ده په وینا، کله- کله د ویزو ورکړې په برخه کې ځکه ځنډ راځي چې اړین معلومات، د ویزې اخیستونکي له خوا نیمګړي وي یا ویزې اخیستونکي د بیا کتنې ځواب بېرته نه ورکوي.

د کابل اوسېدونکی صفي الله صابرزی هم وایي چې د تېر میلادي کال د اکټوبر په ۲۵مه یې خپله د ویزې اخیستو لپاره نوملیکنه وکړه.

ده وویل: «په پنځلسو ورځو کې یو مسيج راغی چې ما په پاکستان کې د اوسېدو خپل ادرس سم نه و ښودلی او د یوه کس موبایل شماره غواړي، هغه مې هم نه وه ورکړې نو ځکه په دوې میاشتو ځنډ ویزه راغله. د ویزې له فیسه غیر مې هېچاته پیسې ور نه کړې.»

دغه راز په کابل کې د پاکستان سفارت د ویزو د برخو مسوول عبدالباري وایي: «د طبي او سوداګریزو ویزو لپاره که رښتیني معلومات او سندونه راسره شریک شي، نو ډېر ژر ویزه ورکوو، خو اوس متاسفانه تر ۹۰ سلنو پورې طبي ویزو لپاره غوښتونکي جعلي سندونه را ستوي او د سوداګریزو ویزو لپاره سندونه جعل جوړوي چې بیا پرته د ویزې د ردولو نه بله لاره نه وي.»

ده د ویزو له غوښتونکو وغوښتل چې د ویزو لپاره خپله وړاندیز وکړي او دغه چاره دې د کمېشنکارانو له لارې نه کوي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت ژر د ویزو د چمتو کوونکو کمېشنکارنو خدمتونه منظم کړي.

پژواک دا موضوع د افغانستان سرپرست حکومت له ویاندویانو سره یوه اونۍ وړاندې شریکه کړې خو تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی.

Visits: 1435

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.