Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ تورخم کې د افغان ځواکونو په متقابل برید کې د پاکستان دوې پوستې له منځه وړل شوي دي.
د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د دغه هېواد له یوه زندانه شپږ افغانان خوشي شوي دي.
د افغانستان تر ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله د پاکستان او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره د یو ورځنیو لوبو درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوي.
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې له دغه هېواده افغانستان ته د بورې صادرات له څلور کلن ځنډ وروسته بېرته پیل شول.
خوست ولايت ته له پاکستانه وارد شوي څه د پاسه ۴۲ زره بوتله شربت چې کيفيت يې ټيټ ارزول شوی، بېرته ور وګرځول شول.
په داسې حال کې چې د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو د پاکستان ګمرکي تعرفې د لوړېدو درې اونۍ تېرېږي، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین وايي، د دې ستونزې د حل یوازېنۍ لار د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي تعرفې وضع کېدل دي.
کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین په اسلاماباد کې د افغانستان د سفیر احضارېدو
د خیبر پښتونخوا په بنو کې نن لسګونه زرو خلکو د پاکستان د پوځ د پیل شوو “عزم استحکام” عملیاتو پر ضد لاریون کړی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اتو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۳ زره او ۶۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې خیبرپښتونخوا کې د برید په تړاو په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت مرستیال تېره ورځ ورغوښتی و چې ا.ا په وار، وار د پاکستان په ناامنیو کې د افغانستان لاس لرل رد کړي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسلهوالو پر یوه پوځي مرکز برید کړی چې په کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ تنه ټپیان دي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال په کراچۍ کې له افغان کونسل سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان او پاکستان د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه بېلابېلې تاریخي او فرهنګي اړیکي لري او اسلامي امارت د دغو اړیکو د لا پراختیا غوښتونکی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP