ځایي مسوولین وایي چې په هرات او پنجشېر ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د پنجشېر سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت يه شتل او ابشار ولسوالیو کې د ۷۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۸ پرمختیایي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د زمردو د پلور په یوولسمه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو ۷۴۳۰.۳ قیراطه استخراخ شوي زمرد په ۱۴۲ زره امریکایي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ اوسېدونکو په داسې حال کې انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی پيدا کړ چې مخکې له دې به یې انټرنېټ ته د لاسرسي پیدا کولو لپاره اوږد مزل کاوه.
د پنجشېر سیمهییز مسوولین وايي چې په لسم ځل د ۱۹۸۲۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د دغه ولایت له کانونو ۱۵۱۹ قیراطه تازه استخراج شوي زمرد د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
د پنجشېر سیمهییز مسوولین وایي چې په نهم ځل د اتیا زرو امریکايي ډالرو په ارزښت د دغه ولایت له کانونو ۲۷۴۶ قیراطه تازه استخراج شوي زمرد و پلورل شول.
پاراخ (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د پنجشېر د پوهنې رياست د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو ښوونځيو ته له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې
د پنجشېر ولایت د پوهنې ریاست د پنځه میلیون او اته سوه زره افغانیو په لګښت د ۳۷ ښوونځیو او درېیو مدرسو له بیارغولو خبر ورکوي.
د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په خاواک سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
ځایي سرچینې وایي، پنجشېر ولایت کې څه باندې ۴۷۹۴ قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې په نږدې ۳۱۹ زره امریکایي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت په عنابه او شتل ولسوالیو کې د ۳۷۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت د لسو ټولګټو پروژو بشپړېدو خبر ورکوي.
د پنجشېر د کانونو ریاست وايي، په پریان ولسوالۍ کې د زمردو څلوېښت نوي کانونه پېژندل شوي چې په دې سره په دغه ولایت کې د زمردو د ثبت شوو کانونو شمېر ۱۲۵۰ ته ورسېد.