د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د پاکستان د پوځ ویاند وروستۍ ادعاوې چې ګواکې خیبر پښتونخوا کې پر چینایانو برید په افغانستان کې پلان شوی و، ردوي او وايي چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول شوې ده.