د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د ۵۹۱۴ سوالګرو له ټولولو خبر ورکوي او وایي، له دې ډلې ۲۰۰۰ کسان یې مستحق او پاتې نور یې حرفوي سوالګر دي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره په تېرې یوې میاشتې کې په کابل ښار کې له ۱۷۷ درملتونونو د څارنې خبر ورکوي او وایي، د هغوی د څارنې په پایله کې ۷۲ درملتونونه د فارمیسست او فعالیت جواز نه لرلو له امله بند شوي دي.
امنيتي مسوولین وايي چې د کابل ښار د دشت برچي سيمې چاودنو کې درې تنه ټپيان شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وايي، د سوالګرو د راټولولو کمېټې د روان کال د وږي تر ۱۲مې د کابل ښار له مختلفو سیمو ۳۰۴۸ سوالګر راټول کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د ١٥مې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې څلور سوه کیلوګرامه چرس ترلاسه کړي او په تړاو يې دوه کسان نيولي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار ۱۷مې حوزې اړوند سرکوتل سیمه کې په کرولا ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي چاودلي چې له امله یې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کابل ښار صنعتي پارکونو برېښنا ۴۷ سلنه کمه شوې او صنعتکاران وایي، دغې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د تېلو، هندۍ بورې، مالیزیایي غوړیو او عربي سرو زرو بیې ټیټې، خو د اوبلن ګازو، پاکستانۍ وریجو او روسي سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
سرچينې وايي چې د کابل ښار په خيرخانه سيمه کې چاودنه شوې ده.
نن د تېرې شنبې په پرتله، د نفتي توکو بیې رالوېدلې او د هندۍ بورې بیه لوړوالی ښيي.
په کابل ښار کې سټېکر پلورونکي وايي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته ډېرو موټرچلوونکو چې مخکې به یې خپل موټرونه د عاشقانه شعرونو، ضرب المثلونو په لیکلو او انځورونو لګولو ښکلي کول، اوس ډېری یې له کلیمه طیبه او د قران کریم له ایاتونو استفاده کوي.
په کابل ښار کې یو شمېر موټرلرونکي وايي، د سړکغاړې په ځینو تمځایونو کې له ټاکلې کچې ډېرې پیسې اخیستل کېږي؛ خو ښاروالي ټینګار کوي چې که پر قراردادي د زياتو پیسو اخیستل ثابت شي، نو تړون يې فسخه کوي.