ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«له سیاسي بدلون وروسته، ډېر موټرلرونکي په خپلو موټرونو کې کلمه طیبه او د قران مجید ایاتونه نصبوي»

«له سیاسي بدلون وروسته، ډېر موټرلرونکي په خپلو موټرونو کې کلمه طیبه او د قران مجید ایاتونه نصبوي»

author avatar
10 Aug 2022 - 16:26
«له سیاسي بدلون وروسته، ډېر موټرلرونکي په خپلو موټرونو کې کلمه طیبه او د قران مجید ایاتونه نصبوي»
author avatar
10 Aug 2022 - 16:26

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۱): په کابل ښار کې سټېکر پلورونکي وايي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته ډېرو موټرچلوونکو چې مخکې به یې خپل موټرونه د عاشقانه شعرونو، ضرب المثلونو په لیکلو او انځورونو لګولو ښکلي کول، اوس ډېری یې له کلمه طیبه او د قران کریم له ایاتونو استفاده کوي.

د نړۍ په مشهورو فرهنګ‌لیکونو کې سټېکر د چاپ شوي کاغذ، پلاستیک یا نورو موادو یوې ټوټې ته ویل کېږي چې یو اړخ یې چسپ لري او د سینګار یا عملي موخو لپاره پر مختلفو سطحو د لګولو لپاره ترې استفاده کېږي.‎

په موټرونو کې هم له سټېکرونو استفاده له ډېر پخوا راهیسې دود دی.

په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې، موټرلرونکو پر خپلو موټرو د عاشقانه شعرونو، ضرب المثلونو، د ولایت نوم، تخلص، د زړه انځورونو، ګلانو، زمریانو او داسې نورو اسټېکرونو په لګولو سینګارول.

خو سټېکر پلورونکي وایي چې د مخکني نظام له پرځېدو وروسته، موټرچلوونکي تر ډېره په خپلو موټرونو کې کلمه طیبه او د قرانکریم ایاتونه نصبوي.

د کابل ښار په قوای مرکز سیمه کې – چې ډېری د موټرو پرزو پلورلو دوکانونه پکې دي –  یوه سټېکر پلورونکي محمدعارف رحیمي پژواک ته وویل، له ۱۲ کلونو راهیسې د موټرو سینګارولو په برخه کې کار کوي.

هغه چې د کار او عوایدو له کمېدو سر ټکوي، وايي: «د جمهوریت له سقوط مخکې، زموږ کاروبار ډېر ښه و، خو اوس د خلکو کار خراب دی او زموږ کار هم خراب شوی، تاسو باور وکړئ چې زموږ خرڅلاو ۸۰ سلنه کم شوی دی.»

هغه د بېکارۍ او کم خرڅلاو دوامداره کېدل اندېښمنونکی وباله او زیاته یې کړه: «مخکې به دومره ډېر کار و چې دوکاندارانو به خپل مشتریان نورو ځایونو او دوکانونو ته لېږل، خو اوس چې یو مشتري راځي نو ټول ورته متوجه وي چې کوم دوکان ته ځي او څه پېري.»

هغه وایي چې مخکې به خلکو په خپلو موټرونو کې عاشقانه شعرونه لیکل، خو اوس د مذهبي شعرونو ترڅنګ، کلمه طیبه او د قران کریم ایاتونه لکه (حسبي الله و نعم الوکیل) او داسې نور لیکي او یا یې نصبوي.

هغه زیاته کړه: «پخوا به هم له کلمې شریفې نه استفاده کوله، خو د اوس هومره نه، د مثال په ډول مخکې که به ۸۰ کسانو ترې استفاده کوله، خو اوس دغه رقم ۱۰۰ ته رسېدلی دی.»

خو د سرچینې په خبره، مخکې به ډېری موټرلرونکو د خپلو موټرونو په عقب شیشو او دواړو خواوو کې نوم، تخلص، بیرغ، ځیني ضرب المثلونه لکه (نیمه کیلو واوسه خو نارینه واوسه) او داسې نور نصبول.

د کابل ښار د بره‌کي برک سیمې یو هټۍ‌وال جاوید یوسفي هم وایی: «اوسمهال ډېر موټرلرونکي له کلمې  شریفې څخه استفاده کوي، خو مخکې به ذوقونو فرق کاوه … یوه به خپل نوم نصباوه، بل به کلمه نصبوله، یوه به ټاپه نصبوله… .»

نوموړی وایي: «اوسمهال د لا اله الا الله محمد رسول الله، حسبي الله و نعم الوکیل، حسبي الله، من هذا من فضل ربي دغسې جملې نصبوي.»

نوموړي زیاته کړه چې له ډېرې مودې راهیسې په دې برخه کې کار کوي او د موټرونو د سینګارولو لپاره مواد له بهره واردېږي.

د کابل ښار د بره‌کي سیمې یو هټۍ وال ضیاءالله سعیدي د خپل کاروبار د کمرنګه کېدو خبره کوي او وایي: «د سټېکرونو کاروبار ډېر کم شوی، ډېر کم موټرلرونکي دي چې خپل موټر په سټېکرونو مزیین کوي؛ ځکه چې د ډېری خلکو اقتصادي وضعیت خراب او کمزوری شوی دی.»

نوموړي زیاته کړه: «مخکې خو به ډېرو موټرچلوونکو د اتلانو انځورونه او ټاپې نصبولې او اوس له طیبې کلمې نه استفاده کوي.»

د کابل ښار د تایمني سیمې یوه موټرچلوونکي رحمت‌الله شېرزاد پژواک ته وویل: «ډېر موټرچلوونکي سټېکرونه د ښکلا او سټایل په خاطر نصبوي.»

نوموړي په خپل موټر کې د ټويوتا موټرونو لوګو لګولې، وایي چې په دې لوګو سره یې موټر شیک او د ورځې له مود سره برابر ښکاري.

یوه موټرچلوونکي د خپل موټر په عقب ښیښه کې کلمه طیبه نصب کړې، وایي: «د هر وخت سټیکر فرق کوي، اوس چې اسلامي حکومت راغلی ما هم په خپل موټر کې طیبه کلمه نصب کړې.»

هغه چې و نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، وویل مخکې یې په خپل موټر کې عاشقانه شعرونه لیکل چې چندان ښه نه ښکارېدل.

Visits: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.