ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار صنعتي پارکونو کې د برېښنا ۴۷ سلنې کمېدو ستونزې رامنځته کړې دي

د کابل ښار صنعتي پارکونو کې د برېښنا ۴۷ سلنې کمېدو ستونزې رامنځته کړې دي

author avatar
20 Aug 2022 - 17:12
د کابل ښار صنعتي پارکونو کې د برېښنا ۴۷ سلنې کمېدو ستونزې رامنځته کړې دي
author avatar
20 Aug 2022 - 17:12

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کابل ښار صنعتي پارکونو برېښنا ۴۷ سلنه کمه شوې او صنعت‌کاران وایي، دغې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د برېښنا شرکت وایي، هڅه کوي چې د برېښنا په ډېرېدو سره د صنعتي پارکونو برېښنا هم زیاته کړي.

د کابل د صنایعو او کانونو خونې اجرایې رئیس محمدکریم عظیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا مهال د کابل په صنعتي پارکونو کې شاوخوا ۶۵۰ شرکتونه فعالیت لري او تر ۶۰زره کسان پکې پر کار بوخت دي.

ده وویل، مخکې یادو صنعتي پارکونو ته په ۲۴ ساعتونو کې له ۱۸ تر ۲۰ ساعتونو برېښنا ورکول کېده، خو له شاوخوا دوو میاشتو راهېسې په ۲۴ ساعتونو کې لس ساعته برېښنا ورکول کېږي.

عظیمي د جزییاتو له ورکولو پرته وویل: «صنعت‌کاران د برېښنا کموالي له امله له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخ دي، دا کفایت نه کوي، صنعت په دومره برېښنا نه چلیږې، د برېښنا کموالي له امله ځینو شرکتونو خپل کارونه، بازارونه او خپل کارګران له لاسه ورکړي دي.»

ده وویل چې څو ځله یې د برېښنا شرکت له چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي، خو هغوی تر اوسه د دغې ستونزې د حل لپاره اقدام نه دی کړی، وایي چې صنعتي پارکونو ته د برېښنا د کمېدو له امله د پخوا په پرتله کمه برېښنا ورکوي.

په صنعتي پارکونو کې د یوې کارخونې مسوول سیدعظیم عادل هم له دغې ستونزې سر ټکوي، وایي چې د صنعت‌کارانو لپاره په ۲۴ ساعتونو کې لس ساعته برېښنا ډېره کمه ده.

دی وایي، صنعتي پارکونو ته پوره لس ساعته هم برېښنا نه ورکول کېږي؛ ځکه چې کله، کله یو ساعت پرچاوي هم لري.

د هغه د معلوماتو له مخې، ځينو کارخونو ته د ورځې او ځینو نورو ته بیا د شپې برېښنا ورکول کېږي.

ده وویل: «موږ د چپلکو جوړولو فابریکه لرو، د شپې له خوا مو برق راځي، موږ چې هر څومره په سرعت په دغو لسو ساعتونو کې کار وکړو، نه شو کولی چې د خپلې فابریکې د برق، کرایې او نورو لګښتونو پیسې پوره کړو، دا اوس په تاوان کې لګیا یو، خلک مالونه غواړي، موږ یې ورته نه شو تولیدولی.»

د هغه په وینا، حکومت باید د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزې ته یوه حل لاره ولټوي؛ ځکه دلته چې څومره برېښنا زیاته شي ګټه یې حکومت او بېرته خلکو ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړه: «که چېرې د برېښنا ستونزه حل نه شي، فابریکې به خپل کارګران رخصت کړي؛ ځکه چې خپل مصرف نه شي پوره کولی، د تېلو بیې هم لوړې شوې، په ماشینونو هم کار نه کېږي.»

په دغه سیمه کې د ممیزو پاکولو د یوې کارخونې مسوول حاجي محمدامان پوپلزی هم وایي چې په دغه فابریکه کې د ورځې شاوخوا ۲۰۰ ښځو ورسره کار کاوه، خو اوس یې دغه شمېر د برېښنا کمېدو له امله سلو ته راټیټ کړی دی.

د دغې کارخونې ډېری کارګران ښځې دي.

پوپلزی وایي: «کار ډېر لرو، موږ په خپله فابریکه کې هم ممیز پاکوو او هم کښتې جوړولو، څومره چې موږ خپل تولید زیات کړو کولی شو نورو هېوادنو ته یې صادر کړو، خو د برېښنا د کموالي له امله مو خپل کار او کارګر کم کړي دي.»

هغه وویل، که چېرې د برېښنا کموالی دوام وکړي د کارخونو مالکان اړ کېږي چې د کارګرانو شمېر کم کړي او ان کارخونې وتړي.

دی هم له حکومته غواړي چې د برېښنا د ستونزې د حل لپاره یوه لاره ولټوي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي وایي، د وچکالۍ له امله په هېواد کې د تولیدي برېښنا کچه کمه شوې او ورسره د وارداتي برېښنا لګښت هم ډېر شوی او دا ستونزه د دې لامل شوې چې صنعتي پارکونو ته د پخوا په پرتله کمه برېښنا ورکړل شي.

دی زیاتوي: «اوس مهال زیاته برېښنا کابل او ننګرهار کې صنعتي پارکونو ته ورکول کېږي چې هغه لس ساعته ده او هڅه مو دا ده چې څومره دوی ته د زیاتې برېښنا ورکولو امکانات برابر شي، هغه موږ نه دریغوو.»

میوندي وایي، اوسمهال له خپل ظرفیت سره سم صنعتي پارکونو ته لس ساعته برېښنا ورکوي چې د استوګنې سیمو او دولتي دفترونو ته د برېښنا ورکولو په پرتله اوس هم زیاته ده.

ده وویل چې یاد شرکت هڅه کوي، د برېښنا په ډېرېدو سره د صنعتي پارکونو برېښنا هم زیاته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاریان د استوګنې په سیمو کې هم د برېښنا له پرچاویو او کمېدو سر ټکوي.

د راپورنو له مخې، افغانستان د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره ۴۴۰میګاواټه برېښنا له تاجکستان، ۲۰۲ میګاواټه له ترکمنستان او ۱۰۲ میګاواټه له ایرانه واردوي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، افغانستان اوسمهال نږدې ۱۵۰ میګاواټه برېښنا په هېواد کې د ننه چمتو کوي او د دغې برېښنا ۱۰۰ میګاواټه یو شمېر خصوصي شرکتونه تولیدوي.

Visits: 138

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.