د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د اذربایجان د اقتصاد وزارت د مرستیال په مشري د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راغلی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمدنبي نن سهار کابل ته را ورسېد.
په کابل کې د شپږیزې کرکټ لیګ نهم پړاو سیالۍ د پنځو لوبډلو ترمنځ نن پیل شوې.
کابل کې نن د یو شمېر افغان، روسي او پاکستاني لوبغاړو په ګډون د بډمنټون سیالۍ پیل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.
د المپیک ملي کمېټه وایي، په کابل کې د ۱۱ ولایتونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لفټینګ ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوراوي سیالۍ نن پیل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان ستره محکمه وايي، د کابل ښاري ابتدائيه محکمه کې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم تعزيري سزا ورکړل شوه.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې په کابل کې د ۳۲ کلپونو د ۱۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې سیالۍ نن پیل شوې.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت جوړه شوې غونډه کې د ایران له نوي حکومت سره د کابل او تهران پر اړیکو، ګډو ننګونو او فرصتونو خبرې شوې دي.
په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې او پاکستانۍ وریجو بیې ټیټې شوې خو د اوبلن ګاز او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
په کابل کې د بډمنټون ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو د غوراوي سیالۍ نن پیل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په کابل ولایت کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو چکډیمونو د جوړيدو کار له بشپړېدو خبر ورکوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د کابل نړۍوال هوایي ډګر کې د ۲۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د معیاري انتظارخونې د جوړېدو خبر ورکړ.