د لغمان د مرکز مهترلام ښاروالۍ له خوا د نهر سراج پاکولو چارې نن پيل شوې او ۲۵۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوه.
د کونړ د کرنې رياست مسوولان وايي چې د دغه ولايت د مرکز اسعداباد اړوند د سالار کانال پاکولو په پروژه کې نهه زره کسانو ته د کار په بدل غنم ورکولو کېږي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې په ښار او ولسوالیو کې له اړو کورنیو سره مرستې روانې دي چې په بېړنیو حالاتو کې دغه مرستې ګټورې دي خو د اوږدمهال لپاره د دوی ستونزې نه شي حلولی.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۳۰۳ بېوزلو او بې روزګاره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
ترینکوټ (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۰): د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د یوې مرستندویې ادارې په مرسته سلګونو کسانو ته د کار زمینه