Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
اروزګان کې د قانوني پلي کېدو لپاره د دولتي ادارو ګډه کمېټه جوړه شوه او نن یې فعالیت پیل کړ.
د اسلامي امارت د رییسالوزراء د حکم له مخې، د برېښنایي پېژندپاڼو په وېش کې د اسانتیاوو برابرولو او د چارو د هراړخیز ښهوالي په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه.
د ننګرهار ولايتي ادارې او سوداګرۍ وزارت په دغه ولایت کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره په ګډه ځانګړې کمېټه جوړه کړه.
په اروزګان ولایت کې یوې تازه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په خپلسري توګه د ژورو څاهګانو یا برمو د کېندلو مخه ونیسي.
اروزګان کې د دولتي وسلو، وسایطو او نورو مهماتو ثبتولو او ټولولو په موخه د دغه ولایت د استخباراتو ریاست په مشرۍ د امنیتي ادارو ګډه کمېټه جوړه شوه او کار یې پیل کړ.
غزني ته راستانه شوي کډوال د سرپناه ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له ستونزو شکایت کوي، خو مسوولین بیا وايي چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه يې یوه کمېټه جوړه کړې ده.
د افغانستان او ایران ترمنځ د قونسلي چارو کمېسیون څلورمه ناسته کې د افغان کډوالو ستونزو په اړه خبرې وشوې او وپتېیل شوه چې د دغو ستونزو هواري لپاره ګډه کمېټه جوړه شي.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د کانونو وضعیت ارزونې په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د کانونو د څار په موخه لس کسیزه کمېټه جوړه کړه.
د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د دولتي تاسیساتو، مرکزونو او څلورلارو د نومونو بدلولو لپاره کمېټه جوړه شوه او له لارې به یې ځينې څلورلارې د ا.ا د «شهیدانو» په نوم شي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه تخنیکي کمېټه جوړه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP