د بشري مرستو په لړ کې نن په لوګر کې له ۹۲۰۰، په اروزګان کې له ۳۹۰۷، په تخار کې له ۹۰۰۰ او په میدان وردګو کې له ۸۵۵۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او په نورستان کې له ۳۰۰ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د لوګر په خروار ولسوالي کې د یوسفزي قوم اړوند دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني- چې په کې له دواړو لورو ۹ کسان وژل شوي دي- د قومي مشرانو په منځګړتوب پای ته ورسول شوه.
د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې په پایله کې یې له دواړو لورو دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
يوه مرستندوی بنسټ په کابل ښار کې د مخکني او اوسني حکومت د قربانیانو لسګونو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې د وېش پر مهال وویل، دغه پروسه پنځو نورو ولایتونو ته هم غځول کېږي.
ځیني ناسم باورونه او خرافات چې پخوا به د ځينو کورنیو د مشرانو له خوا په جدي ډول تعقیبېدل، اوس هم په یو شمېر کورنیو کې شته دي، خو پوهان خلکو ته سپارښتنه کوي چې دا راز عقیدې دې له ځانه لرې کړي.
په کونړ ولایت کې د يوې قومي جرګې له لارې، د دوو کورنيو تر منځ ۳۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
پکتیا (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۰): په پکتیا کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان/IOM له خوا له ۴۰۰ جنګ ځپلو کورنیو سره د نغدو پیسو او