د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په شخړه کې دوه کسان وژل شوي دي.
په پکتيکا او لوګر کې پر څه باندې ۵۲ زره اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، ميدان وردګو کې له ۴۶۴ بېوزلو کورنیو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غيرخوراکي توکو او لغمان کې له ۳۹۰ بېوزلو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ اوږده دښمني -چې د ماشومانو پر سر پیل شوې وه او د دواړو لورو درېیو کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه- د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړتوب پای ته ورسېده.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د قومي جرګې په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ یو کلنه دښمني پای ته ورسېده.
پارون، فراه، ميدان ښار (پژواک، ۱ کب ۱۴۰۱): د ځايي مسوولینو معلوماتو له مخې، په نورستان ولایت کې پر ۱۰ زره اړو کورنیو د خوراکي
د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د ګیاوې سیمې دوو کورنیو (نواب خان او صدام) ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني – چې شلو کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو لامل شوې، پای ته ورسېده.
نن په فراه کې له نږدې ۲۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو، په سمنګان کې له ۳۴ ښځینه بندیانو سره د ژمنیو کالیو او نورو توکو او په بغلان کې له ۶۲۵۰۰ اړو کورنیو سره د مرستې لړۍ په پیلېدو سره له څه باندې ۱۲ زره کورنیو سره مرستې وشوې.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوه کس د خپل زوی قاتل ته – چې د محکمې له خوا د اعدام حکم پرې صادر شوی و- بښنه وکړه او ويې ویل: «د زوی له لاسه ورکولو درد ما تجربه کړې، ومې نه غوښتل چې دغه درد زموږ مقابله کورنۍ هم تجربه کړي.»
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز چاریکار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې د یوې کورنۍ دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې نن د قومي جرګې په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.
په لغمان کې له ۷۲ بېوزله کورنیو سره نغدي مرسته، ميدان وردګو کې د مچيو له ۳۷ روزونکو سره د وسایلو او د کابل خاکجبار کې له ۵۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې پرون د قومي مشرانو په منځګړتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده.