ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې د دوو کورنیو ترمنځ یو کلنه دښمني پای ته ورسېده

لښکرګاه کې د دوو کورنیو ترمنځ یو کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
25 Feb 2023 - 16:03
لښکرګاه کې د دوو کورنیو ترمنځ یو کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
25 Feb 2023 - 16:03

لښکرګاه (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د قومي جرګې په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ یو کلنه دښمني پای ته ورسېده.

د يادې قومي جرګې یوه غړي سردارمحمد همدرد پژواک خبري اژانس  ته وویل، د لښکرګاه ښار په اتمه ناحیه کې یو کال مخکې د اسدالله او مولوي احمدشاه د کورنیو ترمنځ د لفظي شخړې له امله نښته رامنځته شوه چې له امله يې یو کس وژل شوی و خو پرون د جرګې په منځګړيتوب دغه دښمني پای ته ورسېده.

هغه زیاته کړه، په دې دښمني کې د مولوي احمدشاه اکا وژل شوی و او اوس يې د قومي جرګې د پرېکړې له مخې مقابل لوري ته بښنه وکړه.

مولوي احمدشاه په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه په خپله خوښه او د الله ج د رضا لپاره د قومي جرګې په غوښتنه د اسدالله خان کورنۍ ته بښنه کوم څو یاده تربګني زموږ د کورنیو نورو نسلونو ته په میراث پاته نه شي.»

دغه راز د مقابلې کورنۍ مشر اسدالله خان پژواک ته وویل: «موږ هم په دې باندې خوښ شوو دښمني مو پای ته ورسېده.»

هغه له مولوي احمدشاه مننه وکړه چې دوی یې وبښل.

دغه راز اسدالله خان وویل چې دښمني او لانجې د هیچا په خیر نه دي او دوی به له دې وروسته یو له بل سره د وروڼو په شان ژوند کوي.

دیني عالمانو هم د دې دښمنۍ ختمېدو له امله خوښي په ډاګه کړه او زیاته يې کړه چې الله تعالی ټول مسلمانان یو د بل وروڼه بللي او باید له دښمنیو ځان وساتي.

ديني عالم مولوي حنیف وویل، روغه جوړه یو نېک اقدام دی او د الله تعالی رضا په کې نغښتې ده.

هغه زیاته کړه، ټول مسلمانان باید یو له بل سره پخوانۍ دښمنۍ ختمې کړي او د سولې او ورورولۍ لار خپله کړي.

هلمند کې یوه مدني فعال احسان حقپرست هم سوله او پخلاینه یو نېک کار وباله او د قومي مشرانو دغه پرېکړه يې وستایله.

هغه زیاته کړه: «د قومي مشرانو له پرېکړې هرکلى کوم؛ ځکه د دښمنۍ په دوام کې د هیچا خیر نشته او خلک باید یو له بل سره په سوله کې ژوند وکړي.»

نوموړي زیاته کړه، د وړې شخړې او يا هم دښمنۍ پالل په ټولنه کې د ګډوډيو رامنځته کېدو او لویو جګړو لامل ګرځي نو په وینا يې، باید خلک له دغه کاره ځان وساتي.

عام خلک هم د دښمنیو پالل د ټولنې په ګټه نه ګڼي او له حکومتي مسوولینو او قومي مشرانو غواړي چې دا ډول نورې لانجې دې هم ژر تر ژره حل کړي.

د لښکرګاه اوسېدونکي محمدهاشم وويل: «دښمني د ټولو بدمرغیو مور ده او په روغه جوړه کې نېکمرغي ده؛ نو ځکه ټول خلک باید د نېکمرغۍ لار خپله کړي نه د دښمنۍ او له قومي مشرانو او حکومتي مسوولینو مو دا غوښتنه ده چې د خلکو ترمنځ دا ډول نورې دښمنۍ او لانجې دې هم حل کړي.»

د دغه ولایت د قومونو او قبایلو چارو مسوولین هم د قومي جرګې د دغه اقدام هرکلی کوي چې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني يې د خبرو له لارې حل کړه.

د هلمند د قومونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو مدیر شیخ نورمحمد وویل، د هرې ستونزې مخه باید په هماغه لومړي سر کې ونیول شي او پراخېدو ته پرې نه ښودل شي.

هغه هم له خلکو وغوښتل چې د دښمنیو له پاللو دې ځان وساتي او یو له بل سره دې د سولې او ورورۍ په فضا کې ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې قومي مشران او مخور خلک دې هڅه وکړي چې په خپلو سیمو کې ټولې ستونزې پر وخت حل کړي.

د يادونې ده، شاوخوا يو کال مخکې هم د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ دښمني چې د اوبو پر سر شخړې له امله رامنځته شوې وه، د قومي جرګې له لارې حل شوه او اوس په ورورګلوۍ کې ژوند کوي.

Visits: 2038

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.