ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپیسا په نجراب کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

د کاپیسا په نجراب کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
14 Feb 2023 - 18:38
د کاپیسا په نجراب کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
14 Feb 2023 - 18:38

محمودراقي (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د ګیاوې سیمې دوو کورنیو (نواب خان او صدام) ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني – چې شلو کسانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو لامل شوې، پای ته ورسېده.

د کاپیسا والي قاري احسان‌الله بریال په یادو مراسمو کې چې نن (سه شنبه) د کاپیسا مرکز کې د سیمه‌ییزو او قومي مشرانو په حضور ترسره شول، وویل: «د خوښۍ ځای دی چې موږ نړۍوالو ته وښیو، لکه څرنګه چې د مبارزې په ډګر کې کامیاب وو، د مسلمانان منځ کې د ستونزو هوارولو او سولې راوستو کې هم ځلېدلي یو.»

نوموړي په یادو مراسمو کې د مسلمانانو پر یووالي د اختلافاتو او تعصباتو پر هواري ټينګار وکړ.

د کاپیسا د علماوو شورا رییس شیخ مولوي احسان‌الله، د کورنیو ترمنځ سوله د اسلامي امارت یوه ښه لاسته راوړنه وبلله.

هغه زیاته کړه: «د دوو کورنیو ترمنځ د سولې، پخلاینې زمینې برابرېدل او د مخکنیو اختلافاتو له منځه تلل د شهیدانو د وینو او مجاهدینو د مبارزو له برکته دی، د اسلام په مبین دین کې عصبیت هيڅ ځای نه لري.»

د یاد ولایت د قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي صدیق‌الله صیاد د یادو کورنیو ترمنځ له روغې جوړې د هرکلي ترڅنګ وویل: «د قومونو او قبایلو ریاست توانېدلی چې د یوه کال په موده کې ۴۲ اختلافي موارد چې د وژنو او وینې تویېدنې لامل شوي وو، حل کړي.»

Visits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.