ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د روغې جوړې هڅې؛ د دوو کورنیو ترمنځ دوولس کلنه دښمني پای ته ورسېده

کندهار کې د روغې جوړې هڅې؛ د دوو کورنیو ترمنځ دوولس کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
1 Mar 2023 - 08:55
کندهار کې د روغې جوړې هڅې؛ د دوو کورنیو ترمنځ دوولس کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
1 Mar 2023 - 08:55

کندهار (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ اوږده دښمني -چې د ماشومانو پر سر پیل شوې وه او د دواړو لورو درېیو کسانو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې وه- د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړتوب پای ته ورسېده.

دوولس کاله مخکې د روژې میاشت وه چې د کندهار ښار سوېل لوري ته د ډنډ ولسوالۍ په «چپلاني» سیمه کې مازیګر مهال ډزې وشوې.

دا د «دوست محمد» په نوم یو نظامي کس و چې د ماشومانو د یوې وړې لانجې پر سر یې پر خپل ګاونډي «احمد» یې د ټوپک شپېلۍ ور اړولې وه او هغه یې څو مرمۍ ویشتلی و.

احمد چې سخت ژوبل شوی و، له څو میاشتې درملنې وروسته روغ شو؛ خو کیسه پر دغه ځای پای ته و نه رسېده، بلکې د دواړو ترمنځ پر لویې دښمنۍ واوښته.

هغه مهال قومي مخورو او دیني عالمانو پرېکړه وکړه چې د دوست محمد کورنۍ به کلی پرېږدي او نور به هیڅکله دغې سیمې ته نه راځي.

خو له دغې پرېکړې څو میاشتې وروسته دوست محمد له خپلې کورنۍ سره یو ځای بیا دغه کلي ته راځي، چېرې چې یې خپل ګاونډی احمد ویشتلی و.

د هغه په راتګ د احمد کورنۍ داسې انګېرلې وه چې ګواکې مقابل لوری غواړي دښمني تازه کړي، نو ځکه یې وار ړومبی کړ، دوست محمد او د هغه ماما موسی خان یې وویشتل چې دواړه ځای پر ځای ووژل شول.

له دې پېښې وروسته احمد له خپلې کورنۍ سره یو ځای پوره دوولس کاله خپل کلی، کور او جایداد پرې ایښي وو، خو اوس تازه له مقابل لوري سره له روغې جوړې وروسته بېرته ستون شوی دی.

د احمد ورور عبدالحي پژواک خبري اژانس ته وویل، پوره دوولس کاله وروسته قومي مشرانو او دیني عالمانو د ډنډ د ولسوال په مرسته د دواړو کورنیو دښمنۍ ته د پای ټکی کېښود.

هغه زیاته کړه: «کور ته مو لویه بدمرغي راغلې وه، له هماغې ورځې راهیسې کور، جایداد او کلی راڅخه پاتې وو، خو اوس چې مو دښمني پای ته ورسېدله، بېرته خپل کلي ته راغلي یو او نوی ژوند مو پیل کړی دی.»

د هغه په خبره، دواړو لورو د دښمنۍ د پای ته رسولو په موخه د پرېکړې واک قومي مشرانو او دیني عالمانو ته ورکړی و او هغوی د موضوع د حل لپاره څو- څو واره ناستې وکړې.

نوموړی د تېرو دوولسو کلونو پر دښمنۍ افسوس کوي او وايي، هیڅ موضوع دومره ارزښت نه لري چې له چا سره پرې شخړه او دښمني وشي او دا دښمني بیا راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.

د مقابل لوري دوست محمد او موسی خان کورنۍ -چې دا مهال یې سرپرست د محب‌الله په نوم یو اتلس کلن ځوان دی- هم وايي، د دښمنۍ د پای ته رسېدو په موخه د قومي مشرانو او دیني عالمانو پر پرېکړې راضي دی.

دی وايي، مهمه دا ده چې د دواړو کورنیو ترمنځ دوولس کلنه هغه دښمني پر دوستۍ بدله شي چې د دوی مشرانو پیل کړې وه او هغوی په کې ژوند بایلود.

د هغه په خبره، له دې وروسته به وکړای شي چې خپل عادي ژوند پیل کړي.

د منځګړو دیني عالمانو په استازولۍ مولوي عبدالرازق پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی د پرله‌پسې ناستو په پایله کې پرېکړه وشوه چې د «احمد» کورنۍ به د «دوست محمد او موسی خان» کورنۍ ته -چې دا مهال یې سرپرست اتلس کلن محب‌الله دی- د هغوی د وژلو په بدل کې ۴.۵ میلیون پاکستانۍ کلدارې د غرامت په توګه ورکوي.

هغه زیاته کړه، همدراز پرېکړه وشوه چې د احمد کورنۍ به له کلي کډه او بل چېرې به استوګنه کوي.

نوموړي د دا ډول دښمنيو لاملونه نه پوهاوی، پردی کلتور او پردی ټوپک یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې هر ډول ستونزې باید د خبرو له لارې په سړه سینه حل شي.

دغه‌راز د منځګړو قومي مشرانو په استازولۍ د ډنډ ولسوالۍ د چپلاني کلي قومي مشر عصمت‌الله حبیبي وایي، خوښ دي چې د یادو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وشوه او په دې برخه کې یې ټولو شرعي، بشري او کلتوري اړخونو ته په کتو پرېکړه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، تر ټولو ښه خبره دا ده چې اوس په بدو یا هم د دښمنیو په له منځه وړلو کې ښځې نه ورکول کېږي او نه هم قومي مشران او دیني عالمان دغه کار ته اجازه ورکوي.

هغه وویل: «دا پرېکړه مو شریعت، کلتور او بشري حقونو ته په کتو کړې ده او هیڅ کله داسې پرېکړې ته اجازه نه ورکوو چې یوه ښځه په بدو کې ورکول شي، زه د ډېرو داسې میدانونو شاهد یم چې په بدو کې یې لور یا خور ورکړې ده او د هغې ژوند یې خراب کړی دی.»

د هغه په خبره، هیڅ یوه لور یا خور باید د یوه شخص د جرم او ناوړه کړنو قرباني نه شي.

د ډنډ ولسوال حافظ محمد صدیق هم وایي، له تېر شاوخوا یوه کال راهیسې په دې هڅه کې و چې د یادو کورنیو ترمنځ دښمني له منځه ولاړه شي او جوړه یې وشي.

د هغه په وینا، په دې اړه یې له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره مشورې روانې وې څو داسې پرېکړه وشي چې په راتلونکي کې بیا دا دښمني تازه نه شي.

نوموړي وویل: «موږ د علماوو او مشرانو په مشوره داسې پرېکړه کړې چې له دواړو خواوو څخه مو ضمانتونه اخیستي دي څو د دوی ترمنځ بیا جنجال رانه شي او دا پرېکړه د ډېرو کسانو او شاهدانو په مخ کې شوې ده.»

د کندهار اوسېدونکي هم وايي، خوښ دي چې د کورنیو ترمنځ دښمنۍ پر دوستي بدلېږي او هغه پخوانۍ پرېکړې هم له منځه تللې چې د دښمنيو له منځه وړلو لپاره به یوې کورنۍ بلې ته ښځې په بدو کې ورکولې.

د صدیق‌الله مخلص په نوم یوه ښوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د خوشحالۍ ځای دی چې د کورنیو دښمنۍ پر دوستي بدلېږي او داسې پرېکړې کېږي چې بیا د دغه کورنیو ترمنځ دښمني راپورته نه شي، لکه پخوا چې به ښځې په بدیو کې ورکول کېدلې.»

په دې وروستیو کې په کندهار کې د قومي مخورو او دیني عالمانو له خوا هڅې پیل شوې څو د خلکو ترمنځ دښمنۍ پای ته ورسوي او په دې توګه په ټولنه کې سولې او ثبات ته لار هواره شي.

په دغه لړ کې له تېر یوه کال راهیسې یوازې په ډنډ ولسوالۍ کې اته دغه ډول روغې جوړې شوې او د خلکو دښمنۍ پای ته رسول شوې دي.

شاوخوا څلور میاشتې مخکې هم د کندهار ښار د اوومې حوزې اړوند د دوو کورنیو -چې د صوف پر خانانونو مشهورې وې- ترمنځ د کندهار د پخواني والي روح‌الله خانزاده، دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ روغه جوړه شوې وه.

ډېر خلک پر دې باور دي چې د وګړو او کورنیو ترمنځ د دښمنیو له منځه وړلو لپاره د قومي مشرانو، مخورو او دیني عالمانو رول او باور ډېر مهم دی او دوی دې په دې برخه کې خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

Visits: 638

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.