ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده

لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
29 Dec 2022 - 14:55
لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
29 Dec 2022 - 14:55

مهترلام (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې پرون د قومي مشرانو په منځګړتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده.

د الینګار ولسوال قاري زاهد فاتح پژواک ته وویل: «زموږ د ولسوالۍ په سنګره سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۱۷ کلونو راهیسي بدې وه چې له دواړو لورو څو کسان وژل شوي هم وو؛ پرون زموږ او  قومي مشرانو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.»

ده وویل، دواړو کورنیو ژمنه کړې چې له دې وروسته به یو له بل سره د ورورۍ په فضا کې ژوند کوي.

د نوموړي په وینا: «که له دې وروسته هر لوري پر بل تېری وکړ نو د قومي پرېکړې له مخې به دوه میلیون افغانۍ جریمه ورکوي.»

بلخوا د جمعه‌ګل خان او ګل‌محمد خان کورنیو کسان هم خوښ دي چې له ۱۷ کاله دښمنۍ وروسته یې د قومي مشرانو په منځګړتوب ترمنځ سوله وشوه.

د جمعه‌‎ګل ګورنۍ یوه غړي قاري ضیا پژواک ته وویل، ډېر خوښ دی چې دښمني ختمه شوه، نور به ارام ژوند کوي.

ده زیاته کړه: «په تېره ۱۷ کلنه دښمنۍ کې زموږ د کورنۍ د یوې ښځې په ګ‌ډون درې کسان وژل شوي وو او څلور ټپيان وو، خو اوس الحمدالله زموږ دښمني پای ته ورسېده، نور به د ورورګلوۍ په فضا کې ژوند کوو.»

نوموړي وویل، دا دښمني د یوې لفظي شخړې په پایله کې پېښه شوې وه او په وینا يې، له ټولو خلکو غواړي چې د قران د احکامو په رڼا کې ژوند وکړي او له دښمنیو ځان وساتي.

د محمدګل خان کورنۍ یوه غړي ډګروال محمدداوود هم وویل: «له بده مرغه په دې دښمنۍ کې زموږ د کورنۍ یوه ښځه او دوه ځوانان وژل شوي او درې ټپيان شوي وو، خو اوس د خدای تعالی احسان دی چې  ترمنځ مو روغه وشوه.»

ده دښمني یو سخت عذاب وباله او له خلکو يې وغوښتل چې یو له بل سره په سالمه او ارامه فضا کې ژوند وکړي او له دښمنو ځان وساتي.

Views: 693

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.