ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتیا کې له سلګونو کورنیو سره د نغدو پیسو او ژمنیو توکو مرسته وشوه

په پکتیا کې له سلګونو کورنیو سره د نغدو پیسو او ژمنیو توکو مرسته وشوه

author avatar
7 Dec 2021 - 17:19
په پکتیا کې له سلګونو کورنیو سره د نغدو پیسو او ژمنیو توکو مرسته وشوه
author avatar
7 Dec 2021 - 17:19

پکتیا (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۰): په پکتیا کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان/IOM له خوا له ۴۰۰ جنګ ځپلو کورنیو سره د نغدو پیسو او ژمنیو توکو مرسته وشوه.

دغه کورنۍ د یوې سروې په پایله کې د دغه ولایت د کډوالو چارو ریاست له خوا تثبیت او انتخاب شوې وې چې د تېرو جګړو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوې وې او په بد وضعیت کې یې ژوند کاوه.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان ساحوي مسوول اسحاق افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، هرې کورنۍ ته ۲۰۰ ډالر نغد او د ۱۰۰ ډالرو په ارزښت ژمني توکي ورکړل شول.

دی زیاتوي، د همدې مرستې په وسیله به کورنۍ وکړای شي په روان ساړه ژمي کې تر یوه حده خپلې اړتیاوې پوره کړي.

د پکتیا مرستیال والي له یادې شوې ادارې مننه وکړه چې د ژمي په موسم کې له اړو کورنیو سره مرستې کوي.

هغه له مرستندویه ادارو  وغوښتل چې له افغانانو سره خپلې مرستې لا ډېرې کړي.

ده د مرستندویه ادارو د کارکوونکو د امنیت ساتنې ډاډ ورکړ او ويې ویل چې په ټولو چارو کې به بشپړه همکاري ورسره وکړي.

هغوی چې مرستې یې تر لاسه کړې وې د کډوالۍ له نړیوال سازمان څخه مننه کوله او د لا ډېرو مرستو غوښتنه یې کوله.

د ګل ناز په نوم یوې مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د نغدو پیسو او ژمنیو توکو مرسته ورسره وشوه چې ډېره پرې خوشحاله ده او تر یوه حده به یې ستونزې پرې حل شي.

خو هغې یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې غربت ډېر شوی او د دې په څېر ډېرې مېرمنې مرستو ته اړتیا لري.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې په پکتیا ولایت کې بېلابېلو مرستندویه ادارو له زرګونو اړو کورنیو سره مرستې کړې او دغه لړۍ روانه ده.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.