د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، تېر کال یې نږدې دوهنیم میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي، پنځه بېلابېلې سروېګانې یې ترسره کړې او شمېرې یې ښيي چې په دغه کال کې افغانستان د ۱.۷ میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات او د ۱۱.۷ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات لرل.