د پوهنې وزارت وايي، د دغه وزارت مشرتابه او د ۳۴ ولایتونو د پوهنې رئیسانو د اسلامي امارت له مشر سره کتلي دي.
روېټرز اژانس د یوې سرچینې له قوله ویلي، د قطر لومړي وزیر چې شل ورځې مخکې یې کندهار ته سفر درلود، د اسلامي امارت له مشر سره یې خبرې کړې دي؛ خو سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.