Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بلخ سلګونه اوسېدونکو د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د غزې د قربانیانو په ملاتړ او د حماس سیاسي دفتر د رییس اسماعیل هنیه د ترور غندلو په موخه غونډه جوړه کړه.
راپورونه وایي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ډېری غړو هېوادونو ایران کې د حماس سیاسي دفتر د مشر وژنه غندلې ده.
د افغانستان د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ پلاوی د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په جنازه کې د ګډون په موخه دوحې ته تللی.
ا.ا وایي، د حماس غورځنګ سیاسي مشر اسماعیل هنیه چې تهران کې یې په یو برید کې ژوند بایلود، یو مسلمان، هوښیار او مدبر فسلطیني مشر و چې سترې قربانۍ یې ورکړې او په دې لاره کې یې خپل نذر پوره کړ.
حماس غورځنګ اعلان کړی چې د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د هغه د اوسېدو پر ځای «د صهیونیستی دښمن په جنایتکارنه» برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
ایرنا راپور ورکړی چې د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه او یو ساتونکی یې په تهران کې د هغه د اوسېدو پر ځای د برید له امله وژل شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP