د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۱۰ ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین درې ورځني فرعي کمپاین د پیل خبر ورکړ چې په ترڅ کې به یې ۵،۳ میلیون ماشومان واکسین شي.
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې افغانستان ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۲۳۵۰ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې افغان او پاکستاني سرحدي استازو پر تورخم دروازه تګراتګ کې د ستونزو د هواري په موخه ګډه ناسته کړې ده.
د کرنې وزارت سرپرست په کابل کې د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې افغانستان سره د کرنې برخه کې د دغه هېواد د مرستو د دوام غوښتنه وکړه او ویلي یې دي چې مرستې به په شفاف ډول مصرف شي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال په افغانستان کې د ترکیې سفارت له سلاکار سره د نشهیي توکو پر وړاندې پر ګډې مبارزې او بزګرانو ته د بدیل کښت پر برابرولو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ازبکستان نوي ګومارل شوي سفیر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو برخه کې دې عملي ګامونه پورته شي.
د افغانستان له ۱۹ کلونو کمعمره کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن له پاکستان سره لوبه کوي چې د یادې لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي چې افغانستان ۷۸ کاله مخکې په همدې ورځ (د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه) د ملګرو ملتونو غړی شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د دوو دوستانه سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له تاجکستان سره کوي.
د افغانستان لپاره د چین استازي وایي، هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او د دغه هېواد له سولې او بیارغونې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د افغانستان د کرنې وزارت د مالدارۍ او کرنې مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له رییس سره لیدنه کې ویلي، د دې وخت رارسېدلی چې دغه سازمان په افغانستان کې د بېړنیو پروژو سربېره، لویې پرمختیايي پروژې هم پلې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې کویټ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۵۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده.