د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې کویټ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۵۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد له ۱۹ کلونو کمعمره کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن خپله دویمه لوبه له اماراتو سره کوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، یو شمېر روسي پانګوالو د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره لیدنه کې په افغانستان کې د صنعت، ترانسپورټ، رېل پټلۍ، روغتیا او کرنې برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، هالنډي پانګهوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج، له هغو څخه د انرژۍ تولید او د نفتو د پروسس معیاري کارخونې جوړولو برخه کې پانګهونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د دوو دوستانه سیالیو ترسره کولو لپاره نن د تاجکستان پلازمېنې دوشنبه ته ولاړه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږیکوونکي دفتر (اوچا) د اقلیمي بدلون له نړۍوال کنفرانسه غوښتي څو له هغو ټولنو سره پر مرستو تمرکز وکړي چې له لوړې تودوخې او وچکالۍ سره مخ دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن ماسپښین له بنګلهدېش سره د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي.
د صنعت او سوداګري وزارت وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ د ۶۵۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د مشترکالمنافع هېوادونو رېلي ترانسپورټ شورا په ۸۱مه غونډه کې ګډون کړی دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن له بنګلهدېش سره خپله دویمه لوبه کوي.
د افغانستان د کیکبوکسینګ شپږ لوبغاړي د دې رشتې په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن ایران ته لاړل.
د افغانستان د بېسبال فدراسیون وایي، د هېواد د بېسبال ملي لوبډله د عرب کلاسیک بېسبال سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته لاړه.