ژبه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله تاجکستان ته ولاړه

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د دوو دوستانه سیالیو ترسره کولو لپاره نن د تاجکستان پلازمېنې دوشنبه ته ولاړه.

د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هېواد د فوټبال ملي‌ لوبغاړي به د لړم میاشتې په ۲۶مه او ۲۹مه (د نومبر ۱۶ او ۱۹) د نیپال او تاجکستان له لوبډلو سره سیالي ترسره کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون او د بدني روزنې مسلکي او فني مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ د هېواد د فوټبال ملي لوبغاړو سره د لیدنې پر مهال هغوی ته د بریا هیله وکړه.

یادې دوستانه سیالۍ لومړنۍ سیالۍ دي چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله یې د ازبکستاني روزونکي عثمان توشوف تر لارښوونې لاندې ترسره کوي.

عثمان توشوف د روان کال د تلې په ۳۰مه د اشلي وسټ‌ووډ له استعفا وروسته د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وګومارل شو.