کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د مشترکالمنافع هېوادونو رېلي ترانسپورټ شورا په ۸۱مه غونډه کې ګډون کړی دی.

د افغانستان ټولګټو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې په ياده غونډه کې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستيال مولوي محمداسحاق صاحبزاده په مشرۍ لوړپوړي پلاوي ګډون کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده ناسته کې د اوسپنې پټلۍ چارو کې پر نړۍوالو همکاریو او د رېل پټلۍ او ټکنالوجۍ پر بنسټيزه پراختیا خبرې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې د يادې غونډې په څنډه کې مولوي محمداسحاق صاحبزاده د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان د رېلپټلیو له مسوولينو سره د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې د رېلي ګډو پروژو عملي کېدو او له دې لارې د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد د حجم پر ډېرېدو ټینګار شوی دی.

د ویلو ده، د مشترکلامنافع هېوادونو رېلي ترانسپورټ شورا په ۱۹۹۲م کال کې تاسیس شوې او یو نړۍوال سازمان دی چې د غړو هېوادونو ترمنځ د رېلي ترانسپورټ برخه کې د همکارۍ او همغږۍ رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده.

ياده شورا هڅه کوي چې د ترانسپورټي، په ځانګړې توګه د رېلي ترانسپورټ خدمتونو کیفیت ښه کړي، موثریت يې ډېر کړي او د دې شورا د غړو هېوادونو د رېلپټلۍ په سیسآم کې لګښتونه کم کړي.

افغانستان په دې وروستيو کې په ياده شورا کې د څارونکي غړي په توګه تصويب شوى او د کورنيو چارو د طی مراحلو له بشپړېدو سره به افغانستان په رسمي ډول په دې شورا کې د څارونکي غړيتوب ترلاسه کړي.