د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د درې نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له بنګلهدېش سره کوي.
ټاکل شوې د افغانستان او بنګلهدېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ سبا پیل شي.
د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړي صالحمحمد د سنوکر نړۍوالو سیالیو کې خپل فلسطیني سیال ته ماته ورکړه.
د ملګرو ملتونو سازمان د وګړو صندوق حوزوي رییس د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې له افغانستان سره د روغتیا برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر (اوچا) راپور ورکړی چې افغانستان د ۲۰۲۱ کال له اګسټه تر اوسه شاوخوا ۶،۷ میلیارده ډالر مرسته ترلاسه کړې ده.
د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشف د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې له استازې تري هاکالا سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
پاکستان کې د مالدیف سفیر په اسلاماباد کې د اسلامي امارت سفارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د ټینګو او نږدې اړیکو غوښتونکی دی.
د افغانستان د المپيک، بدني روزنې او سپورت کمېټې عمومي ریاست وايي، د هېواد د قوتالرمي ملي فدراسیون پنځه ورزشکاران د دې څانګې نړۍوالو سياليو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللي دي.
د اسلامي همکاریو سازمان وايي، د افغانستان لپاره د دغه سازمان مرستیال او ځانګړي استازي له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بیسبال فدراسیون وایي، د هېواد د بیسبال ملي لوبډله د اماراتو په کوربهتوب د عرب کلاسیک بیسبال سیالیو کې ګډون کوي او ۱۴کسیزه لوبډله یې هم ورته اعلان کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، اسټرالیا له افغانستان سره ۱،۳ میلیون امریکايي ډالره مرسته کوي.
هرات کې د ایران سرکونسل وایي چې هېواد یې د افغانستان مهم اقتصادي شریک دی او ایران تل د سیمې له هېوادونو سره پراخې اړیکې لرلې دي.