Language

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له تاجکستان سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د دوو دوستانه سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له تاجکستان سره کوي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله نن د کابل پر وخت ماښام پنځه‌نیمې بجې له تاجکستان سره دویمه دوستانه لوبه کوي.

دغه سیالۍ د تاجکستان په دوشنبه ښار کې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې دوستانه سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې له نیپال ماتې خوړلې وه.